ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګراني او مرستو ډېرېدو له امله هرات کې د غنمو بازار کمرنګه شوی

د ګراني او مرستو ډېرېدو له امله هرات کې د غنمو بازار کمرنګه شوی

author avatar
3 Dec 2022 - 14:50
د ګراني او مرستو ډېرېدو له امله هرات کې د غنمو بازار کمرنګه شوی
author avatar
3 Dec 2022 - 14:50

هرات (پژواک، ١٢ لېندۍ ١٤٠١): د ژمي په رارسېدو او د غنمو تولیداتو په ډېرېدو سره په هرات کې د غنمو بیه د تېر کال په پرتله لوړه شوې ده.

په هرات کې د غنمو ځيني پلورونکي وايي، په دغه ولایت کې د غنمو بیه د تېر کال په پرتله لوړه شوې ده؛ هغوی دغه راز اندېښنه څرګندوي او زیاتوي چې خلک د ډېرې ګرانۍ له امله غنم نه پېري.

په هرات کې د غنمو يوه کاروباري محمدګل پژواک خبري اژانس ته وويل، له څو کلونو راهيسې د غنمو کار کوي او د پخوا په پرتله یې بيه لوړه شوې او خلک يې ډېر نه پېري.

د غنمو يو بل کاروباري نادرشاه وايي، د مرستو په رارسېدو او د تېرو کلونو په نسبت د غنمو بيې لوړېدو له امله د پلور بازار کمرنګه شوى دى.

نوموړی تاییدوي، تېر کال یو من غنم (څلور کیلو) په ۱۵۰ افغانۍ پلورل کېدل، خو دا بیه اوس ۲۲۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

بلخوا د هرات ښار اوسېدونکی عبدالقادر وايي، کاروبار نشته؛ د خلکو اقتصاد د پخوا په پرتله کمزوری شوی دی.

هغه وايي: «ډېری خلک مرستو ته په تمه دي؛ ډېر خلک پیسې نه لري چې غنم او یا نور شیان واخلي.»

په ورته وخت کې د هرات د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال د غنمو حاصلات ډېر شوي دي.

د هرات د کرنې رياست د کرنیزو چارو امر بشيراحمد احمدي پژواک ته وويل، سږ کال په دغه ولايت کې پر شاوخوا ١٨٠ زره هکتاره اوبي او للمي ځمکه غنم کرل شوي دي.

نوموړی وایي، سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د هغه په وینا، د روان کال په لومړیو کې د ښه اورښت او د سلما بند اوبو ښه مدیریت له امله د کال په اوږدو کې د یاد ولایت په کشک کهنه، رباط سنګي، ګلران، کهسان، انجیل، کرخ او ګذره ولسوالیو کې ۵۹۰ زره مټریک غنم تولید شوي دي.

په همدې حال کې د هرات غنم‌پلورونکي وايي، که چارواکي د غنمو پلور او صادراتو ته جدي پاملرنه ونه کړي؛ د دوی غنم به د بازار نشتوالي له امله په ګودامونو کې خراب شي.

Visits: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.