ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې خياطانې خپلو تولیداتو ته د بازار غوښتنه کوي

بغلان کې خياطانې خپلو تولیداتو ته د بازار غوښتنه کوي

author avatar
2 Jul 2023 - 16:36
بغلان کې خياطانې خپلو تولیداتو ته د بازار غوښتنه کوي
author avatar
2 Jul 2023 - 16:36

پلخمري (پژواک، ١١ چنګاښ ١٤٠١): بغلان کې يو شمېر خياطانې وايي، سلګونه نجونې له دوى سره کار کوي خو توليدات یې بازار نه لري.

په بغلان کې د ښځينه خياطانو يوې کارخونې مشرې فاطمې حميدي پژواک ته وويل چې د نجونو ښوونځيو له تړل کېدو وروسته ډېرو نجونو په دغه ولايت کې خياطۍ ته مخه کړې ده.

هغې وويل، په لومړيو کې په دې کارخونه کې شاوخوا اته سوه نجونو ورسره کار کاوه خو په دې وروستيو کې یې توليداتو ته مناسب بازار نشته نو په همدغه بنسټ يې ورځ تر بلې د کارګرانو شمېر کمېږي.

دى زياته کړه: «که حالات همداسې دوام وکړي نو مجبور يو چې دغه کارخونه بنده کړو.»

د همدې کارخونې مرستيالې يلدا حميدي هم ورته څرګندونې وکړې، ويې ويل که حکومت او موسسې د دوى ملاتړ ونه کړي نو کارخونه به يې له تړل کېدو سره مخ شي.

دې وويل: «نندارتون بايد جوړ شي، مناسب بازار بايد پيدا شي، که دغه کار ونه شي موږ مجبور يو کارخونه وتړو.»

دغه راز په بغلان کې د يوې بلې کارخونې مسوولې ليلا کاظمي پژواک ته  وويل چې د پخواني حکومت او د نجونو ښوونځيو له بندېدو وروسته يې د ښځينه خياطانو کارخونه جوړه کړې ده.

هغې وويل: «په اوله کې نجونې ډېر په شوق راتلې خو دا څلور مياشتې کېږي چې زموږ په لاس جوړ شوي توکي سم بازار نه لري، که حالت همداسې دوام وکړي زموږ او ډېرې نورې کارخانې به وتړل شي.»

په بغلان کې يوې خياطې سهيلا رضايي پژواک ته وويل، په نهم ټولګي کې وه چې پخواني حکومت سقوط وکړ، له هغه وروسته يې خياطۍ ته مخه کړې ده.

هغې وويل چې د خياطۍ ترڅنګ يې ګلدوزي، چرمه‌‎دوزي او چپن‌دوزي هم زده‌کړي دي.

هغې زياته کړه چې حکومت او موسسې بايد د ښځينه خياطانو کارخونو ته پروژې ورکړي څو خپل فعاليت جاري وساتي.

يو شمېر نورو ښځينه خياطانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت او موسسو يې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې د دوى جدي ملاتړ وکړ.

په دې اړه د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او ګرځندوی امر مولوي عزت میرحقاني پژواک ته وويل چې حکومت د افغاني توليداتو، په ځانګړي ډول د ښځو په لاس د جوړ شوو توکو ملاتړ کوي څو وده وکړي.

دی وايي: «اسلامي امارت خپل افغاني فرهنګ ودې ته ژمن دی، موږ له دغو مېرمنو سره د کار د ودې په موخه د ملاتړ ژمنه کړې څو میاشتې مخکې مو درې ورځنی نندارتون هم جوړ کړی و، د بازار د ښه والي لپاره به یې بل نندارتون هم جوړ کړو خو دا هرڅه په چټکۍ نه ترسره کېږي؛ ځینې ستونزې شته چې وخت ته اړتیا لري.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په بغلان کې د غاليو اوبدونکو هم د غاليو د بازار له کمرنګه کېدو شکایت کړی و.

Visits: 224

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.