د پنجشېر په عنابه ولسوالۍ کې ۱۵۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې
د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د ۳۱۵ کیلوواټو په ظرفیت د یوه ټرانسفرمر په نصبولو سره، ۱۵۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.
د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د ۳۱۵ کیلوواټو په ظرفیت د یوه ټرانسفرمر په نصبولو سره، ۱۵۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.
په میدان وردګو ولایت کې د خصوصي سکټور یو شمېر پانګهوال د برېښنا له کمښته شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د بلخ اوسېدونکي شکایت کوي چې د نورو ولایتونو په پرتله په دغه ولایت کې د برېښنا بیه نږدې درې برابره لوړه ده او حکومت یې باید کمه کړي.
له غزني تر کندهاره د ۲۲۰ کیلو ولټ وارداتي برېښنا د لېږد په موخه د مزیو غځولو او پایو لګولو چارې- چې له تېرو دوو کلونو راهیسې درېدلې وې - د سرپرست حکومت د ریاستالوزراء په حکم بیا پيل شوې.
د چین سوداګرۍ خونې استازي د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي رئیس سره په لیدنه کې ویلي، غواړي په افغانستان کې له ډبرو سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ويلي، هڅه کوي چې افغانستان ته د برېښنا د لېږد کچه زیاته شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ازبکستانه غوښتي چې وارداتي برېښنا دې د دواړو هېوداونو…
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دې وروستيو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي؛ خو برېښنا شرکت بيا وايي چې ازبکستان له قرارداد سره سم افغانستان ته برېښنا نه ورکوي.
د اروزګان د برېښنا شرکت خدمات چې د تېلو د نشتوالي له امله درېدلي وو، د پژواک له راپور وروسته ورسره د تېلو مرسته وشوه او بیرته فعاله شوه. د همدې لېندۍ میاشتې په ۱۱مه…
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې دولتي برېښنا پرې شوې چې له امله یې ښاریان او دولتي کارکوونکي له ستونزو سره مخ شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د ازبکستان وارداتي برېښنا په مزي کې ځینې رغنیزې چارې ترسره کوي چې له امله به یې سبا د سهار له اوو بجو د ورځې تر پایه د کابل په ګډون ۱۲ ولایتونو کې برېښنا پرې وي.
په لوګر کې د محمداغې ولسوالۍ د ښکار کلا د پولیسو ځانګړې قطعې ته د وارداتي برېښنا رسولو پروژې چارې پيل شوې.
د بلخ د مرکز مزارشریف ښار د مولانا جلالالدین محمد بلخي نړۍوال هوایي ډګر کې د ازبکستان هېواد په مرسته د ٢٠ کیلوواټ برېښنا په ظرفیت سبسټېشن پرانیستل شو. یاده پروژه د هېواد د بهرنیو…
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، یو شمېر پاکستاني پانګهوالو په افغانستان کې د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا توليد په برخه کې د پانګهونې لېوالتيا ښودلې ده.
په بلخ کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د صنعتي فابريکو لپاره د ٢٠ کيلو واټه ظرفيت لرونکى د برېښنا يو سب سټېشن جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د پکتيا برېښنا رياست وايي، په مرکز ګردېز او وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د ٧٠٠ ميليون افغانيو په لګښت د وارداتي برېښنا دوې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د کابل موسهي ولسوالۍ په سنګ نوشتې کلي کې دوه ټرانسفرمرونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د بامیان ولایت د برېښنا شرکت مسوولین وایي، که پېرودونکي خپل د برېښنا بېلونه تحویل نه کړي، د برېښنا مزي به یې پرې شي.
د زابل د مرکز کلات اوسېدونکي وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې په دغه ښار کې برېښنا نشته چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار یو شمېر اوسېدونکي او کسبګر ادعا کوي چې له دوو میاشتو راهیسې برېښنا نه لري. د دغه ولایت چارواکي پر نیلي ښار د برېښنا د پرې کېدو لامل د…
برېښنا شرکت وروسته له هغه پرېکړه وکړه چې د کابل د صنعتي پارکونو برېښنا دې ۱۲ساعته شي چې پژواک په دغو پارکونو کې د برېښنا د ۴۷ سلنې کمېدو او له امله یې د راولاړو شویو ستونزو په اړه راپور خپور کړ.
له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کابل ښار صنعتي پارکونو برېښنا ۴۷ سلنه کمه شوې او صنعتکاران وایي، دغې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د لوګر د برېښنا ریاست وايي، په تېر یوه کال کې یې ۸۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې د وړم کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېروالی په کې راغلی دی.
د فراه ښار یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې له یوې اوونۍ راهيسې برېښنا نه لري.
د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت د برېښنا ریاست په عوایدو کې د ۲۴ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.