په بغلان کې د ټېلري موټرو پرمخ تړل شوې لار خلاصه شوه
د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د سړک خرابېدو له امله د ټېلري موټرو پرمخ د کابل- شمال تړل شوې لویه لار تر جوړېدو وروسته د ټولو موټرو پرمخ خلاصه شوه.
د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د سړک خرابېدو له امله د ټېلري موټرو پرمخ د کابل- شمال تړل شوې لویه لار تر جوړېدو وروسته د ټولو موټرو پرمخ خلاصه شوه.
د بغلان د ترافیکو مدیر وایي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د دوو موټرو د ټکر له امله يو کس مړ شوی او دوه نور ټپيان دي.
حکومتي مسوولین وایي د بغلان ولایت پر یوه غرنۍ سیمه د تندر پرېوتو په پېښه کې یو شپونکی مړ شوی دی. بغلان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریس مولوي مصطفی هاشمي د غوایی په…
د بغلان مسوولین وایي، د دغه ولایت پر ډنډ غوري او دهنه غوري سیمو د تېرې شپې له تېز باران وروسته د راوتو سېلابونو له امله څلور کسان مړه شوي او د سلګونو کورونو ترڅنګ د زرګونه جریبه کرنیزې ځمکو کروندې یې اوبو لاندې کړې دي .
د بغلان ولایت د مستوفیت مسوولین وايي، په تېرو کابو اوو مياشتو کې يې ۱۷۱ میلیون افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د بغلان له ځنګلونو د څار او ساتنې چارو ادارې مسوولین وايي، په دې وروستیو څو میاشتو کې ددغه ولایت له ځنګلونو د وچو لرګیو په پلمه ٣٠ سلنه د پستې ونې وهل شوې دي.
د بغلان د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې پر څه باندې ٦٢زره هکټاره ځمکه په طبيعي ډول انجه راشنه شوې او دغه راز انجې کرلو ته د خلکو لېوالتيا هم ډېره شوې ده.
د بغلان د اوبو رسونې ادارې مسوولين وايي، په تېر ژمي او پسرلي کې د نامنظمو او کمو ورښتونو له امله به سږ کال د اوبو کچه د تېرو کلونو په نسبت ټيټه وي. د…
له یتیمانو سره د مرستې په نوم یوې موسسې په بغلان ولایت کې د پولیو واکسین په اړه د عامه پوهاوي کمپاین په ترڅ کې له زرو بې وزلو ښځو سره د کمپلو مرسته وکړه.…
په بغلان کې امنیتي سرچينې وايي چې د دغه ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې يې د نامسوولو وسله والو پر وړاندې عملیات کړي چې په نتيجه کې يې يو کس نيول شوی دی.
د بغلان پوهنې رياست مسوولان وايي چې په تېرو شلو کلونو کې د دغه ولايت څلورو ولسواليو ښځينه ښوونکې نه درلودې او له همدې امله د نجونو لیسې تړلې دي.
د بغلان ولايت امنیتي مسوولين وايي چې د داخلي امنيت پولیسو له خوا په يو لړ عملياتو کې د غلا په تور درې وسله وال نيول شوي دي.
د بغلان ولایت حکومتي مسوولین وايي، په شمالي سالنګ کې د موټر چپه کېدو له امله درې تنه مړه او ۷ نور ژوبل شوي دي.
د بغلان ترافیکو مدیریت مسوولین وایي چې لسګونه هغه بې اسناده موټر بېرته خپلو مالکانو ته سپارلي چې د بېلابېلو دلایلو له امله درول شوي وو.
د پوهنې وزير بغلان ولايت ته په سفر کې ويلي چې دوى د نجونو له زده کړو سره مخالفت نه لري او پر شرایطو برابر ښوونځیو کې به نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي چې د دغه ولایت د سیمه ییزو رسنیو او خبریالانو ستونزې چې له امله یې یو شمېر رسنۍ تړل شوې، د هوارولو هڅې پیل کړې دي.
د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د خلکو له خوا د ۲۳ میلیونه او ۷۰۰زره افغانیو په مالي لګښت د یوه پول د جوړېدو کار پیل شو.
د بغلان د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولین وايي چې د دغه ولایت ۷۰۰ څاروي لرونکو کورنیو ته د څارویو خوراکي توکي او درمل ووېشل شول.
چارواکي وايي، په شمالي سالنګ کې دوه جلا ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې یو کس مړ او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت حکومتي مسوولین وايي چې ناپېژاندو کسانو د دغه ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې یو ډاکټر وژلی دی.
د بغلان امنیتي چارواکي وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې د دریو ښځو په ګډون ۲۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
په بغلان کې د برېښنا شرکت مسوولین وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د برېښنا شرکت له پخوانیو پوروړو ۴۵ میلیونه افغانۍ ترلاسه کړي چې د ټول پور ۲۴ سلنه جوړوي.
بغلان ولایت د کرنې او مالدارۍ چارو مسوولین وايي سږ کال به د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې څلوېښت زره نیالګي کېښودل شي چې نهه زره به یې مېوه لرونکي وي.