ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان ترافيکو مدیریت ضبط کړي ٦٠ موټر بېرته خپلو مالکانو ته وسپارل

د بغلان ترافيکو مدیریت ضبط کړي ٦٠ موټر بېرته خپلو مالکانو ته وسپارل

author avatar
16 Mar 2022 - 15:35
د بغلان ترافيکو مدیریت ضبط کړي ٦٠ موټر بېرته خپلو مالکانو ته وسپارل
author avatar
16 Mar 2022 - 15:35

[restrict paid=”true”]

پلخمري (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۰): د بغلان ترافیکو مدیریت مسوولین وایي چې  لسګونه هغه بې اسناده  موټر بېرته خپلو مالکانو ته سپارلي چې د بېلابېلو دلایلو له امله درول شوي وو.

د بغلان د ترافیکو مدیر قاري محمد نذیر عابدي د کب په ۲۵مه له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې په تېرو څو کلونو کې د بغلان ترافيکو مدیریت د بېلابېلو ترافيکو پېښو پر مهال د خلکو ١٢٠ موټر ضبط کړي وو.

دى وايي چې له دې ډلې ٦٠ کسانو ته يې بېرته موټر سپارل شوي او د نورو دوسيو د څېړلو چارې هم روانې دي.

ده زياته کړه: ((دا موټر له ډېر پخوا دلته ولاړ وو، د وخت ترافيکو د خلاصون په بدل کې پيسې غوښتې خو موږ يې دوسيې وڅېړلې او ورته ازاد مو کړل.))

نوموړى وايي، دوى کوښښ کوي داسې يوه لار پيدا کړي چې له مخې ټولو بې اسنادو موټرو ته قانوني اسناد ورکړل شي.

د يادو موټرو د مالکانو له ډلې محمد عوض پژواک ته وويل چې يو کال وړاندې يې د پلخمري په رباطک سيمه کې ترافيکي پېښه کړې وه.

دى وايي: ((زرنج سره مې ټکر وکړ، دوه کسان په کې ټپيان شول، ترافيکو مې موټر قيد کړى و، پنځوس زره روپۍ يې رانه غوښتې، خو اوس پرته له پيسو موټر راته بېرته وسپارل شول.))

د يادونې ده، د بغلان ترڅنګ د نورو ولايتونو د ترافيکو په مديريتونو کې هم د خلکو سلګونه موټر ولاړ دي او د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه يې کوي.

[/restrict]

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.