Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د جوزجان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د اقچې ولسوالۍ د حج او اوقافو مدیر په مرموز ډول وژل شوی دی.
د جوزجان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یې یو کس د خپلې مور د وژلو په تور نیولی دی.
شبرغان (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): د جوزجان د پوهنې ریاست مسوولین وایي، دغه ریاست د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) څخه د
د جوزجان ځايي مسوولین وايي، په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
د جوزجان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق/ یونیسف د دغه ولایت له عامې روغتیا ریاست سره د ۷،۵ میلیون افغانیو په ارزښت د درملو مرسته کړې ده.
یو شمېر رضاکارو ځوانانو د جوزجان ولایت اقچې ولسوالۍ په قشقهاباد کلي کې د ماشومانو لپاره د وړیا زدهکړو مرکز جوړ کړی چې د ۲۰۰ زدهکوونکو ظرفیت لري.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوه کس د خپل زوی قاتل ته – چې د محکمې له خوا د اعدام حکم پرې صادر شوی و- بښنه وکړه او ويې ویل: «د زوی له لاسه ورکولو درد ما تجربه کړې، ومې نه غوښتل چې دغه درد زموږ مقابله کورنۍ هم تجربه کړي.»
د جوزجان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت امنیتي ځواکونو یو کس له کلاشینکوف او یوه اندازه مهماتو سره نیولی دی.
ځایي مسوولین وایي، په جوزجان ولایت کې د وروستیو واورو او سړې هوا له امله ۱۸ کسان مړه او زرګونه څاروي تلف شوي دي.
په جوزجان کې ځیني سینماګران په داسې حال کې د مستندو فلمونو جوړولو برخه کې له اقتصادي ستونزو سر ټکوي او د ملاتړ غوښتونکي دي چې مسوولین وایي، له هرې ممکنې لارې هڅه کېږي څو په دغه ولایت کې یاد هنر ژوندی وساتي.
په جوزجان ولایت کې امو سیند ته څېرمه دواړو غاړو یو شمېر اوسېدونکي داسې مهال د دغه سیند په اوږدو کې د استنادي دېوال له نشتوالي او د خپلو کرنیزو ځمکو له ویجاړېدو شکایت کوي چې کرنې وزارت د امو سیند ویجاړیو د څېړنې په موخه شمالي ولایتونو ته د یو لوړپوړي پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.
د جوزجان د درزاب ولسوالۍ امنیه قومانداني وايي، په دغه ولسوالۍ کې د یوه استوګنیز کور د چت غورځېدو پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP