Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
معراج بيبي ایله د پنځو میاشتو وه چې پر کور يې د بهرنیو ځواکونو له خوا هوايي برید وشو، د مور او پلار په ګډون يې د کورنۍ ۱۵ غړي له لاسه ورکړل او دا په داسې حال کې ژوندۍ پاتې شوه چې یوه پښه يې پرې شوې وه.
۲۲ کلن فریداحمد چې شاوخوا ۱۳ کاله وړاندې یې په یوه هوايي برید کې د کورنۍ اووه غړي له لاسه ورکړي، اوس یوازې دی او یوه معلوله خور یې د هماغو دردونو په یادولو سره د ژوند شپې ورځې تېروي.
د نورستان د وانټوایګل ولسوالۍ اوسېدونکی ۵۶ کلن حاجي رمضان کاکا- چې په تېرو جګړو کې یې د کورنۍ ټول غړي وژل شوي- وايي، ډېرې ناخوالې یې ولیدلې، نه غواړي چې هېواد بیا په جګړو کې ښکېل شي.
. . .
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست د تاشکند غونډې ته په اشارې وايي، پخوا به د افغانستان د جګړې پای ته رسېدو په تړاو غونډې جوړېدې، خو دا ځل د افغانستان د اقتصادي پرمختیا لپاره ناسته کېږي.
ملګري ملتونه وایي، د اوکراین جګړې د افغانستان او ځینو نورو هېوادونو له ناورینونو سره د مقابلې لپاره د تمویلوونکو ژمنې اغېزمنې کړې نه دي او دغه سازمان له ځینو بسپنه ورکوونکو د ډېرو همکاریو تمه لري.
په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو او کب میاشتې له پیلېدو سره چې تر اوسه لاله او یاسمن ګلونه نه دي غوړېدلي، د فاریاب مرکز (میمنې ښار) او ولسوالیو په سلګونو اوسیدونکي د دغه ولایت په شنو دښتو او غونډیو کې هره ورځ تفریحي او سیمه ییزې لوبې کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن