Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د نغلو د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه د ۷.۶ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د «رېنیووا» په نوم د یوې جاپاني کمپنۍ رییس د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي اجرائیوي رییس سره په لیدنه کې ویلي چې غواړي افغانستان کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید په موخه پانګونه وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د دغه وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د یوه الماني شرکت مشر ویلي چې شرکت یې په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید پروژو کې پانګونې ته چمتو دی.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، له یوه خصوصي شرکت سره یې د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت په درېیو ولایتونو کې د اته مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره وایي چې تر ۲۰۲۸ کال پورې د افغانستان په کچه دوه زره ښوونځي او یو شمېر کلینیکونه چې د برېښنا له نشتون سره مخ دي، پر لمریزې برېښنا سمبالوي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي ناسته کې په سروبي کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحه تایید کړه.
بلخ کې د ۲۲۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ښځو اړوند ۱۵ بېلابېلو کارخونو ته د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ شو.
د کابل په سروبی ولسوالۍ کې د ۷۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې لس میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید سیسټم لګولو پروژې چارې پیل شوې.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې له يوه خصوصي شرکت سره یې د کابل په ترهخېلو سیمه کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید لپاره د یوې پروژې تړون لاسلیک کړ.
د کندهار ګمرک مسوولین وایي، د دغه ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په ګمرک کې نن د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم فعال شو.
د اروزګان د پوهنې ریاست وایي، له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق/ UNICEFپه مالي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د پوهنې ریاست او د شپږو ولسوالیو د پوهنې امریتونو ته د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوه.
د بلخ په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت له ۱۰۰۰ اړو کورنیو سره د لمریزې برېښنا د سیسټم مرسته وشوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن