Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د نورستان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه ماشومان مړه او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.
د نورستان امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ د پور پر سر شخړه کې يو کس وژل شوی او بل ټپي دی.
د نورستان ټولګټو ریاست وایي، د دغه ولایت مرکز پارون ته له کونړه غځېدلې لار چې د واورې له امله تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ په تتين دره کې د غره ښويېدنې له امله زیانمنې شوې کورنۍ د سرپناه او نورو برخو کې د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي.
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې په نورستان ولایت کې د غره د ښویېدنې په پېښه کې ۲۵ کسان مړه شوي دي.
په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قولاردو وايي چې د نورستان نورګرام ولسوالۍ ته مرستندوی ټيمونه لېږل شوي څو د غره ښویېدنې پېښه کې تر خاورو لاندې شوو کسانو په راایستلو کې همکاري وکړي.
د نورستان ټولګټو رياست وايي چې د واورې ورېدو له امله مرکز پارون ته ورغلې ټولې لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.
د نورستان سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولايت په نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې له امله تر شلو ډېر کسان مړه او ۸۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د نورستان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په بابا کلا سیمه کې یوه کس د یوې کورنۍ درې غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د نورستان د ټولګټو رياست وايي چې د دغه ولايت په نورګرام ولسوالۍ کې د نږدې ۸۰ ميليون افغانيو په لګښت د ۵۸ رغنیزو پروژو چارې بشپړې شوې.
د نورستان ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ د مشپې سیمې په ځنګلونو کې لګېدلی اور یې مهار کړی خو ځایي خلک بیا وايي، اور لا هم د پراخېدو په حال کې دی.
سیمهییز مسوولین وایي، په نورستان ولایت کې د ۱۰۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۵۸ بېلابېلو رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن