جلالاباد (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۴): د نورستان سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د فوټسال پیل شوې سیالۍ د «کلشه ځوانانو» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د نورستان ولايت د ورزش امریت له لوري پژواک خبري اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ادارې په همغږۍ د فوټبال فدراسیون له لوري د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ ترسره شوې.

د سرچینې په وينا، دا سيالۍ چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې، پرون ناوخته د د کلشه ځوانانو لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

د معلوماتو له مخې، پرون د «کلشه ځوانانو» او «کته ځوانانو» د لوبډلو ترمنځ سيالي ترسره شوه چې کلشه ځوانانو دوه پر صفر دا لوبه وګټله او د سياليو جام يې په خپل نوم کړ.

مسوولین وايي، د دغو لوبو موخه په نورستان کې د فوټسال سياليو پرمختګ، ولايتي لوبډلې ته د پياوړو لوبغاړو موندل او ځوانانو ته د تفریح زمينه برابرول دي.