Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د اسلامي امارت بیا واکمنېدو دویم کال له پوره کېدو سره هممهاله د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ویلي، افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او نړۍواله ټولنه باید د دغه هېواد خلک هېر نه کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو له استازو سره په لیدنه کې ویلي چې نړۍواله ټولنه دې د بشري مرستو ترڅنګ د افغانستان د خلکو پر سوداګرۍ لګولي محدوديتونه لرې کړي.
د ریاستالوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې طبیعي پېښو زیانونو کمېدو برخه کې دې خپلې مرستې نه سپموي.
د افغانستان د مخکني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، هیله لري چې نړۍواله ټولنه اقتصادي ستونزو او سخت وضعیت ته په کتو د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلي چې نړۍواله ټولنه د افغانستان د ستونزو حل په موخه له اسلامي امارت سره تعامل او دوه اړخیزو اړیکو ساتلو ته لېواله ده او اوس د دغه تعامل لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی دی.
امریکا، ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې د افغانستان سرپرست حکومت له خوا په موسسو کې پر ښځینه کارکوونکو بندیز په اړه په خپل غبرګون کې ویلي چې دغه کار بشري مرستې له ګواښ سره مخ کوي.
نړۍوالې ټولنې د افغانستان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو زدهکړو ځنډولو په اړه د سرپرست حکومت تازه پرېکړه غندلې او امریکا ویلي چې دا به د کابل مشروعیت نور هم تر پوښتنې لاندې راولي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن