Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
په پاشدان بند کې د لامبو وهلو پر مهال د مړینو له څو پېښو وروسته د هرات والي اړوندو ادارو ته امر کړی چې سر له ننه دې په دغه بند کې خلکو ته د خوندیتوب ټول لازم امکانات برابر شي.
هرات کې د تجسمي هنرونو دودېدو او د انځورګرۍ فرهنګ پراختیا په موخه د «رنګینکمان» په نوم پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
هرات کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کشک کهنه، رباط سنګي او انجیل ولسوالیو کې د نږدې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو ښوونځیو د ودانیو د ترمیم او احاطوي دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې.
له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تر پیلېدو وروسته، د هرات سلګونه اوسېدونکي «د همدردۍ او همکارۍ کاروان» په نوم د کمپاین په پیلولو سره د هرات اسلامکلا بندر ته ولاړل څو په یوه بېساري اقدام کې راستانه شوي کډوال په داوطلبانه او وړیا ډول تر هرات ښاره ولېږدوي.
هرات کې یو شمېر کروندګر په دغه ولایت کې د وچکالۍ دوامداره کېدو او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي چې د تېرو کلونو په پرتله په هرات کې د شولو په کښتونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د هرات ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د صنعتي ښارګوټي د عمومي سړک پخولو پروژې چارې د نږدې ۵۱ میلیون افغانیو په لګښت پيل شوې.
د هرات د زندهجان ولسوالۍ د «غارموشک» سیمې اوسېدونکي وايي، د دغه کلي د یوازېني روغتیايي مرکز فعالیت له پنځو میاشتو راهیسې درېدلی او دوی اوس دغلته لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري.
هرات کې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو وضعیت ته د اغېزناکې رسېدنې په موخه د دولتي بنسټونو او خصوصي سکټور د استازو په ګډون بېړنۍ کمېټه جوړه شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، هغو ایراني حاجیانو ته چې له سعودي د افغانستان له لارې خپل هېواد ته ځي، تر یوې میاشتې د ویزې معافیت ورکړل شوی او په هرات کې یې ادارو ته سپارښتنه کړې د هغوی د خوندي لېږد لپاره لازم تدابیر ونیسي.
انتیک او عتیقه اثار چې یو وخت یې په هرات کې ښه بازار درلود او د دغه ولایت د یو شمېر اوسېدونکو د عاید سرچینه بلل کېده، اوس یې د پلورونکو په وینا، خپل پخوانی ځای او رنګ یې له لاسه ورکړی.
هرات کې امنیتي سرچینې وايي، د ۲۰۷ الفاروق قولاردو سرحدي ځواکونو یو کس د خپل پلار، مور او مېرمنې د قتل په تور نیولی دی.
هرات کې د ښکاري وسلو یو شمېر پلورونکي وايي، د حکومت له خوا د ژوو او مرغانو پر ښکار د بندیز له امله په دغه ولایت کې د ښکاري وسلو بازار ۹۰ سلنه لوېدلی او خلک یې نور پېرلو ته زړه نه ښه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP