هرات (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۴): هرات کې امنیتي سرچینې وايي، د ۲۰۷ الفاروق قولاردو سرحدي ځواکونو یو کس د خپل پلار، مور او مېرمنې د قتل په تور نیولی دی.
د ۲۰۷ الفاروق قولاردو مطبوعاتي دفتر د هېواد په لوېدیځ زون کې د یاد خبر د تایید ترڅنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کس سیدالرحمن نوم لري او د هرات د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د خبرپاڼې له مخې، سیدالرحمن څه موده مخکې خپل پلار، مور او مېرمن وژلې وه او اوس د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د لسمې لوا څلور کنډک سرحدي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، یاد کس چې د کارګرو جامې یې پر تن وې، د تورغونډۍ کنډک تر مسوولیت لاندې سیمه په رباطسنګي ولسوالۍ کې نیول شوی، اوس د لوا قرارګاه ته لېږدول شوی او وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
د یادونې ده، یاد کس تېره اونۍ د هرات د ادرسکن ولسوالۍ په یکهتوت کلي کې خپل پلار، مور او مېرمنه د چاقو په ګوزارونو وژلي وو او دی خپله له سیمې تښتېدلی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP