Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د ۳،۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د یوه عیدګاه جومات جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د یوه سوداګر له لوري د یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتون چې وړیا خدمات به په کې وړاندې کېږي، جوړ او پرانیستل شو.
د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي چې په دغه ولایت کې ۲۱۰ کسانو ته د حرفوي زدهکړو شپږ میاشتنی پروګرام پيل شو.
د پکتیا د جانيخېلو ولسوالۍ خلک وايي چې په دې ولسوالي یوازې یو مخابراتي انتن دی او ډېر خلک یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د پکتيا د روحاني بابا ولسوالۍ اړوند په شاهيکوټ دره کې د لومړي ځل لپاره د شاعرانو، حکومتي مسوولینو او عامو خلکو په ګډون یوه لویه مشاعره جوړه شوه.
د پکتيا ولايت مرکز ګردېز کې د افغان توليد تر نامه لاندې د کورنیو صنعتي توکو او کرنیزو محصولاتو دری ورځنی نندارتون جوړ شو.
د پکتيا امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په ځاځياريوب ولسوالي کې یې د بنګو ۱۳۸ جریب کښتونه له منځه وړي دي.
د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د څه باندې سل زره امریکايي ډالرو په لګښت د دوو کانالونو جوړولو چارې پيل شوې.
د قطر سره میاشت د پکتیا په مرکز ګردېز کې بېځایه شوو او راستنو شوو ته پنځوس کورونه، ښوونځی، مدرسه، روغتیايي مرکز او تفریحي پارک جوړوي.
د پکتیا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ درې غړي یوې څاه کې د ګازنیونې له امله مړه شوي دي.
د پکتیا د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي چې په دغه ولایت کې ۱۳۰ کسان د شپږ میاشتني حرفوي زدهکړو له پروګرام څخه فارغ شول.
د پکتيا کرنې رياست وايي چې وروستیو سېلابونو د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې څه باندې ۱۵۰۰ جریب بېلابېل فصلونه له منځه وړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن