Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د دایکنډي یو شمېر ځوانان د دغه ولایت له مسوولینو غواړي چې له پروژو د ساتنې، د نیمهکاره سړکونو بشپړولو، د کرونا درملنې د مرکزونو فعالولو او له بشري مرستو د جدي څارنې په برخو کې جدي پاملرنه وکړي.
په بادغیس کې ځيني کوژدن شوي/نامزد ځوانان له لوړ ولور ټاکلو څخه شکایت لري وایي، د اقتصادي بېوزلۍ له امله یې د ورکړې توان نه لري او کلونه کېږي چې د خپل واده مراسم ترسره کولای نه شي؛ هغوی د ولور د کمولو غوښتنه وکړه.
د کونړ یو شمېر هغه ځوانان چې له پوهنتونونو فارغ شوي او له کلونو راهيسې وزګار دي، له حکومته غواړي چې په دولتي او خصوصي ادارو کې دې د کار زمينه ورته برابره کړي.
د زابل ځوانان وايي، په دولتي او نادولتي ادارو کې دې د کار زمینه ورته برابره شي او د دوی له وړتیاوو دې کار واخیستل شي.
د پکتیکا اوسېدونکي او د لوبو مینهوال وايي، په دغه ولایت کې د بېلابېلو لوبو تکړه او وړتیا لرونکي لوبغاړي شته، خو د لوبو لپاره مناسب ځایونه نه لري.
خوست کې يو شمېر ځوانانو له بېکارۍ سر وټکاوه او له حکومته يې وغوښتل چې ځوانانو او کادرونو ته غېږ پرانېزي تر څو هېواد د مسلکي بشري ځواک له کمښت سره مخامخ نه شي.
. . .
چاریکار (پژواک، ۱۲سلواغه ۹۹): لسګونه لوستو ځوانانو د پروان د والي دفتر مخې ته په یوه غونډه کې حکومتي مسوولین او د دغه ولایت د
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP