ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فوټبال مرکزي اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان تنکيو ځوانانو لوبډلې ایران ته ماتې ورکړه

د فوټبال مرکزي اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان تنکيو ځوانانو لوبډلې ایران ته ماتې ورکړه

author avatar
12 Nov 2022 - 01:34
د فوټبال مرکزي اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان تنکيو ځوانانو لوبډلې ایران ته ماتې ورکړه
author avatar
12 Nov 2022 - 01:34

اټلانټا (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): د افغانستان د تنکيو ځوانانو (۱۴ کلنو) لوبډلې د فوټبال مرکزي اسیا جام سیالیو په لړ کې ایران ته یو پر صفر ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ چې د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې ښار کې پیل شوې دي، افغانستان نن خپله لومړۍ لوبه په بریا سره پیل کړه.

د افغانستان له لوري یوازنی ګول یاسر صافي وواهه، خو د ایران لوبډله د ګول په وهلو بریالۍ نه شوه.

په دې سیالیو کې به افغانستان خپله دویمه لوبه د دوشبې په ورځ له ترکمنستان سره کوي.

په یادو سیالیو کې د افغانستان او ایران ترڅنګ د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان لوبډلو هم برخه اخیستې ده.

Visits: 129

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.