Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کابل امنیې قوماندانۍ د موټرچلوونکو د فرېب او د هغو د موټرو د غلا په تور د ۶ ښځو او ۴ نارینهوو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال وایي، بېسرپرستې ښځې چې د خپل حبس موده یې پوره کړې وي، له خوشې کېدو وروسته به په یوه خوندي ځای کې چې د دې ادارې او کار او ټولنیزو چارو وزارت په همغږۍ جوړ شوی، ساتل کېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې د ښځو او نجونو حقونه دې په ټولو ځایونو کې مراعت شي؛ ځکه چې هغوی د باعزته ژوند او درناوي وړ دي.
د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولايت په مرکز مهترلام، قرغيو، الینګار، الیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د پنځوسو شنو خونو جوړولو چارې پيل شوې.
یو شمېر ښځو نن په کابل ښار کې د ښځینه سینګارتونونو تړل کېدو په غبرګون کې اعتراضي لاریون وکړ خو د امنیتي کسانو له لوري یې د دوام مخه ونیول شوه.
په بلخ ولایت کې شاوخوا ۸۰۰ صنعتي کارخونې او شرکتونه د ښځو له لوري مدیریت کېږي چې ورسره زرګونو نورو ښځو ته پکې د کار کولو فرصتونه برابر شوي دي.
په مغولستان کې د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو د یوې ناستې پر مهال له سرپرست حکومته غوښتي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه دې لرې کړي.
په بامیان ولایت کې له ښځینه سوداګرو د ملاتړ او سیمهییزو تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه د ښځو د لاسي صنایعو دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې او مرکزي آسیا هېوادونو ځانګړو استازو یو ځل بیا له سرپرست حکومته غوښتي چې پر ښځو او نجونو ټول لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.
په ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونه پرانیستل شوه چې پر دغه ولایت سربېره د کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو د ښځينه سوداګرو او پانګهوالو د ستونزو حل لپاره به کار کوي.
فیضاباد (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۲): د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د «بانوان» راډیو چې یوه اونۍ مخکې
د ننګرهار ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې له ١۴٠ ښځو سره د کرنيزو محصولاتو د پروسس کولو په موخه نغدي مرسته وشوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن