د اروزګان د ګیزاب اوسېدونکي له حکومته د کندوګک پله د رغولو غوښتنه کوي
د اروزګان په ګیزاب کې پر هلمند سیند د غځېدلي کېبلي پله ځينې برخې ویجاړې شوې چې د دغې ولسوالۍ زرګونه کورنۍ یې له ستونزو سره مخ کړې دي. د «کندوګک» په نوم دغه پُل…
د اروزګان په ګیزاب کې پر هلمند سیند د غځېدلي کېبلي پله ځينې برخې ویجاړې شوې چې د دغې ولسوالۍ زرګونه کورنۍ یې له ستونزو سره مخ کړې دي. د «کندوګک» په نوم دغه پُل…
د اروزګان ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت ته هغه ۵۰۰ ټنه غنم ولېږدول شول چې د رییسالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په لارښوونه د اړو کورنیو د لاسنیوي لپاره بېل شوي وو.
د اروزګان ولایتي روغتون مسوولین وايي، په دې وروستیو کې یې په داسې حال کې مراجعین او ناروغان ډېر شوي چې د ځای له تنګوالي او د تشکیل له کمښت سره مخ دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د فوټبال ۱۰ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيل شوې چې شل ورځې به دوام وکړي.
د اروزګان امنیه قوماندان وايي، د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه یې په دغه ولایت کې امنیتي کسانو ته د یونیفورم د وېش لړۍ پيل کړې ده.
د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د افغان پرمختیایې ادارې (ADA) له لوري له زرو کوچي کورنیو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د اروزګان روغتیايي چارواکي وايي، شاوخوا زر رضاکاران یې ګومارلي څو په لرو سیمو کې خلکو ته روغتیايي مشورې ورکړي او د اړتیا پر مهال یې نږدې روغتیايي مرکزونو ته ور وپېژني.
د اروزګان د برېښنا شرکت خدمات چې د تېلو د نشتوالي له امله درېدلي وو، د پژواک له راپور وروسته ورسره د تېلو مرسته وشوه او بیرته فعاله شوه. د همدې لېندۍ میاشتې په ۱۱مه…
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې دولتي برېښنا پرې شوې چې له امله یې ښاریان او دولتي کارکوونکي له ستونزو سره مخ شوي دي.
د اروزګان په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د شري او د بغلان په مرکز او دوولسو ولسوالیو کې د شري او ګوزڼ ناروغیو واکسین کمپاین پیل شو. د اروزګان د عامې روغتیا رییس…
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، په مرکز ترینکوټ کې يې په یوه مازدا موټر کې بار سلګونه کیلوګرام د ومان بوټي له یوه کس سره یو ځای نیولي دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې تېره شپه غلو د خوړو نړۍوالۍ ادارې (ډبلیوایفپي) اړوند په خوراکي توکو له بار موټرو څخه ۴۰ بورۍ اوړه او ۱۰ بورۍ دال غلا کړي دي.
په بغلان، لوګر، اروزګان او میدان وردګو ولایتونو کې نن له ۱۴زره ۹۱۴ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو او ګرمو جامو مرسته وشوه.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې نن یو شمېر کسان د اعتراض په ډول راټول شوي وو او غوښتنه یې کوله چې د فرعي لارو پر ځای دې د اروزګان- کندهار عمومي لاره جوړه شي.
په ننګرهار ولایت کې د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام (یواینډيپي) په مالي ملاتړ د ۷ میلیون افغانيو په لګښت یو کانال جوړ شو.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي، د اروزګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۱۳ روغتیايي مرکزونو ودانۍ- چې په تېرو جګړو کې نړېدلې- بېرته رغوي او د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته یې…
په اروزګان کې د علماوو په یوه غونډه کې د ناوړه دودونو او ناروا کړنو پر مخنیوي ټینګار وشو او پر خلکو غږ وشو چې په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د پاخه عمر یو کس - چې لور یې د دې ولسوالۍ په یوه روغتیايي مرکز کې د قابلې په توګه دنده ترسره کوله او دی د محرم په توګه ورسره اوسېده - د نامعلومو کسانو له خوا وهل شوی او بیا په ډزو وژل شوی دی.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د اېسياراو په نوم یوې مرستندویه ادارې له خوا ۲ زره ۴۷۲ کسان په کار وګومارل شول.
د تېرو کلونو د جګړو له امله د اروزګان په مرکز او ولسوالیو کې د نورو تاسیساتو ترڅنګ د ۳۲ ښوونځیو ودانۍ نړېدلې او همداسې ویجاړې پاتې دي.
چارواکي وايي، د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP په مالي لګښت او د افغان پرمختیایې موسسې/ ADA په تخنیکي همکاري د یوه استنادي دېوال او یوه کانال جوړولو چارې بشپړې شوې.
د اروزګان مرکز ترینکوټ په شاهظفر سیمه کې یوه کس خپله مېرمن په وهلو وژلې ده.
د خوړو نړۍوال سازمان (ډبلیوایفپي) د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د سلو ښځو په ګډون، زر کسان د خوراکي توکو په بدل کې پر کار ګومارلي دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د دوو کورنیو څلوېښت کلنه دښمني- چې له دواړو لورو په کې ۳۰ کسان وژل شوي وو- د مخورو او دیني عالمانو په منځګړتوب په دوستي بدله شوه.