۶۷ ټانکره بېکیفیته تېل له حیرتان بندره بېرته ازبکستان ته ګرځول شوي
د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وایي، له ازبکستانه وارد شوي ۴۲۸۸ ټنه بېکیفیته تېل یې د بلخ له حیرتان بندره بېرته دغه هېواد ته مسترد کړي دي.
د افغانستان سټنډرډ ملي اداره وایي، له ازبکستانه وارد شوي ۴۲۸۸ ټنه بېکیفیته تېل یې د بلخ له حیرتان بندره بېرته دغه هېواد ته مسترد کړي دي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د مرکزي اسیا (کافا) د فوټسال جام سیالیو په لړ کې نن افغانستان له ازبکستان سره لوبه کوي.
د افغانستان لپاره د ازبکستان هېواد ځانګړی استازی عصمتالله ایرګشوف وایي، د هېواد اصلي موخه يې له افغانستان سره دوه اړخیزې مثبتې اړیکې جوړول دي.
د سټنډرډ ملي اداره وایي، د دې ادارې عمومي رییس د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته په رسمي سفر تللى دی.
د امریکا متحدو ایالتونو او ازبکستان ځانګړو استازو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په تړاو هم خبرې کړې دي.
د افغانستان د سټندرډ ملي اداره وایي، له ازبکستانه وارد شوي ۱۹ ټنه بېکیفیته ګاز یې د بلخ له حیرتان بندره بېرته دغه هېواد ته ورګرځولی دی.
د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ او څلورمه لوبه ازبکستان ته وبایلله.
د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو په لړ کې سبا خپله څلورمه لوبه له ازبکستان سره ترسره کوي. دغه لوبه سبا یکشنبه د غبرګولي په ۷مه نېټه…
د افغانستان سوکوهنې ملي فدراسیون خبر ورکړى چې د تمیماحمد اختري په نوم یو افغان د ازبکستان په کوربهتوب د سوکوهنې نړۍوالو سیالیو کې د غوره لوبڅار په توګه نومول شوی دی. دغه سیالۍ د…
د افغانستان د سوکوهنې ملي فدراسیون وایي، د ازبکستان په کوربهتوب د سوکوهنې نړۍوالو سیالیو کې دوه افغان ورزشکاران هم ګډون کوي.
ازبکستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام ۲۰۰ ټنه خوراکي توکي په یو لړ مراسمو کې افغان پلاوي ته وسپارل.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له خپل ازبکستاني سیال سره په لیدنه کې په ډاګه کړې چې افغانستان چمتو دی، د افغان ټرانس رېلپټلۍ ټرانزيټي پروژې چارې پیل شي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روان شو.
روان کال به افغانستان او ازبکستان د ترمز – مزارشریف، کابل - پېښور ترمنځ د رېلپټلۍ پر غځولو کار پیل او د سرخان – پلخمري ۵۰۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا پروژه به بشپړه کړي.
ازبکستاني پلاوي د اسلامي امارت د بهرنیو چارو او ملي دفاع له وزیرانو سره پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د وري په ۲مه د…
د ازبکستان د ملي امنیت شورا سلاکار پر دې سربېره چې وايي، دوی په نړۍوالو فورمونو او غونډو کې له افغانستانه ملاتړ کړی زياتوي، چمتو دي د قوشتېپې له کاناله د اعظمي ګټې اخیستنې په موخه له اسلامي امارت سره ګډ کار او همکاري وکړي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ګاونډيو هېوادنو ځانګړو استازو د لومړنۍ غونډې د کوربهتوب خبر ورکوي او وايي، ګډونوال به د افغانستان اوسني وضعیت او د اوږدمهاله سولې او ټیکاو ټینګښت لپاره د همکاریو په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان د رېلپټلۍ ادارې مسوولین وايي، له ازبکستان سره يې د رېلپټلۍ په برخه کې په ۱۰ سلنه تخفيف نوى تړون لاسليک کړى دى.
د افغانستان رېلپټلۍ اداره وایي، له ازبکستان څخه د حیرتان بندر له لارې د اورګاډي په وسیله د سوداګریزو توکو د انتقالاتو بهیر له یوې هوکړې وروسته یو ځل بیا پیل شو.