منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۸ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د مرکزي اسیا فوټبال سیالۍ؛ افغان لوبډله سبا د ازبکستان پر وړاندې لوبه کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۶ کتنې

کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان له ۲۰ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو په لړ کې سبا خپله څلورمه لوبه له ازبکستان سره ترسره کوي.

دغه لوبه سبا یکشنبه د غبرګولي په ۷مه نېټه د افغانستان پر وخت د سهار لس بجې پیلېږي.

د مرکزي اسیا اتلولۍ فوټبال سیالۍ د روانې مې میاشتې په ۱مه په تاجکستان کې پیل شوې وې او سبا پای ته رسېږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون نن په خپله فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي، له ۲۰ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو کې سبا سهار له ازبکستان سره  لوبه ترسره کوي.

دغه‌راز افغانستان تر دې مخکې ترکمنستان ته ماتې ورکړې وه او له تاجکستان سره یې  لوبه مساوي کړه، خو ایران ته یې بیا لوبه وبایلله.

د یادونې ده، د مرکزي اسیا فوټبال اتلولۍ په روانو سیالیو کې ازبکستان لومړی، ایران دویم، تاجکستان درېیم، افغانستان څلورم او ترکمنستان بیا پنځم ځای لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې