ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ازبکستان: غواړو له افغانستان سره دوه اړخیزه سوداګري یو میلیارد ډالرو ته ورسوو

ازبکستان: غواړو له افغانستان سره دوه اړخیزه سوداګري یو میلیارد ډالرو ته ورسوو

author avatar
22 Mar 2023 - 23:59
ازبکستان: غواړو له افغانستان سره دوه اړخیزه سوداګري یو میلیارد ډالرو ته ورسوو
author avatar
22 Mar 2023 - 23:59

کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۱): ازبکستاني پلاوي د اسلامي امارت د بهرنیو چارو او ملي دفاع له وزیرانو سره پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د وري په ۲مه د شپې ناوخته پر ټویټر لیکلي، په بهرني سیاست کې د ازبکستان ولسمشر ځانګړي استازي او د بهرنیو چارو پخواني وزیر عبدالعزیز کاملوف او مل پلاوي يې د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي او نورو سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي او کرنیزو مسایلو هر اړخیزې خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزیر په نړۍوالو فورمونو کې د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د ازبکستان له مثبتو دریځونو مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه د دوه اړخیزو اړیکو له لارې ګډو مسایلو ته حللارې وپلټي.

متقي په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو ته په اشاره وویل، د دواړو هېوادونو لپاره په ګڼو برخو کې ښه فرصتونه رامنځته شوي او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ به سیاسي اړیکې په ډېرو برخو کې وده وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر دغه راز هیله څرګنده کړه چې په منځنۍ اسیا کې د افغانستان په تړاو ناستو کې د افغان حکومت د استازو حضور د دې ډول ناستو اهمیت لا زیاتوي.

د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار د ملي دفاع وزیر مولوي یعقوب سره

د ازبکستاني پلاوي مشر وویل، د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایوف په امر افغانستان ته راغلی څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او کرنې په برخو کې خبرې اترې وکړي.

کاملوف وویل، هېواد یې چمتو دی چې د کرنې او  اوبو د مدیریت په اړه د خپلو متخصصینو تخنیکي مشورې له افغان لوري سره شریکې کړي او د دوه اړخيز تجارت کچه يو میليارد ډالرو ته پورته کړي.

دواړو لورو هوکړه وکړه چې په بېلابېلو کاري برخو کې د دواړو هېوادونو متخصصینو مشترک پلاوي تعیین شي، څو په اړوند برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ فرصتونو په اړه مسلسل بحثونه ولري.

د یو بل خبر له مخې، د ازبکستان پلاوي د ملي دفاع وزارت له سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد سره هم نن لیدلي دي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو امنیت او ورته موضوعاتو په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې.

سرپرست وزیر په دې تړاو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې د ازبکستان ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف هم ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به په امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخو کې اړیکو ته نوره هم وده ورکړي.

Visits: 78

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.