Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنیه قومانداني: مزار کې وژل شوي داعشیان د تاجکستان او ازبکستان وګړي وو

[restrict paid="true"]

مزارشریف (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د بلخ امنیه قومانداني وایي، تېره شپه په مزارشریف ښار کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش پنځه وسله‌وال ووژل شول چې د تاجکستان او ازبکستان وګړي وو.

د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري د کب په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه ۱۲ بجې د بلخ ځانګړو استخباراتي ځواکونو د مزارشریف ښار په پنځمه، اتمه او لسمه ناحیو کې عملیات ترسره کړل چې په پایله کې یې د «خوارجو» درې پټنځایونه له منځه یووړل.

وزیري زیاتوي، په یادو عملیاتو کې پنځه داعشیان چې د تاجکستان او ازبکستان وګړي وو، وژل شوي او یو امنیتي کس هم ټپي شوی دی.

د وزیري په وینا، له وژل شوو کسانو څلور کلاشینکوفونه، یو شمېر وسایل او وسایط هم ترلاسه شوي دي.

له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د دغو عملیاتو پخلی کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکي هم د بلخ امنیتي مسوولینو ویلي وو چې په مزارشریف کې یې د ځانګړو عملیاتو په پایله کې ۸ «باغیان» او انسان‌تښتوونکي وژلي خو د وژل شوو کورنیو ادعا کړې وه چې دوی ملکي خلک او د یوه ساختماني شرکت کارکوونکي وو.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.