منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۲ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

اسلامي امارت

۲۵۹ راپورونه

راپورونه

غړي

د امنیت شورا پرېکړه‌لیک ته د اسلامي امارت غبرګون: د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیز د افغانستان کورنۍ ټولنیزه مسله ده

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک ته په غبرګون کې ویلي، د ښځو پر کار او زده‌کړو بندیز د افغانستان کورنۍ مسله ده، خو د افغان ښځو حقونو ته ژمن دي او په ډاګه کوي چې تفاوتونو ته بايد درناوی وشي او سياسي نه کړای شي.

غړي

حنفی: هیله‌من یو د دوحې غونډې ګډونوال د اسلامي امارت مهمو کړنو ته په پام مثبتې پرېکړې وکړي

د رياست الوزرا اداري مرستيال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازی له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلی، هیله لري د دوحې غونډې ګډونوال د اسلامي امارت مثبتو او مهمو کړنو ته پام اغېزناکې او مثبتې پرېکړې وکړي.

غړي

ازبکستان: له قوش‌تېپې کاناله د اعظمي ګټې اخیستنې په موخه له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتو یو

د ازبکستان د ملي امنیت شورا سلاکار پر دې سربېره چې وايي، دوی په نړۍوالو فورمونو او غونډو کې له افغانستانه ملاتړ کړی زياتوي، چمتو دي د قوش‌تېپې له کاناله د اعظمي ګټې اخیستنې په موخه له اسلامي امارت سره ګډ کار او همکاري وکړي.

غړي

د اسلامي امارت مشر چارواکو ته: د خلکو ستونزو اورېدو ته وخت ورکړئ او کار اهل کار ته وسپارئ

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة‌الله اخندزاده تېره ورځ د بدخشان، هرات، فراه، بادغیس او نیمروز ولایتونو له علماء کرامو، واليانو او نورو نظامي او ملکي چارواکو سره کتلي دي.

نور راپورونه