کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه وزارت د تشریفاتو رییس عبدالرحمن فدا د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د افغانستان جنرال قونسل په توګه ټاکلی دی.
په هغه مکتوب کې چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې (د کب په ۲۱مه) په دوبۍ - متحده عربي اماراتو کې د افغانستان جنرال قونسلي ته استولى، راغلي: «په دې توګه هدایت ورکول کېږي چې د دغه وزارت د تشریفاتو عمومي رییس عبدالرحمن فدا د دې امریې له صادرېدو څخه تر دویم امر پورې په دوبۍ- متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ له چارو څخه سرپرستي کوي او د خپلو اجراتو په اړه ډاډ راکړئ.»
دغه مکتوب د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي لاسلیک کړی دی.
د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ویاند حافظ ضیااحمد تکل پژواک خبري اژانس ته د یاد مکتوب صحت تاييد کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د کب په ۸مه په تهران کې د افغانستان سفارت هم په رسمي توګه د اسلامي امارت ډیپلوماتانو ته وسپارل شو او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سفارت په چارو کې د ځنډ مخنیوي په موخه فضلمحمد حقاني له شپږو نورو ډیپلوماټانو سره تهران ته واستول.
که څه هم د اسلامي امارت له واکمنېدو شاوخوا یو نیم کال کېږي، خو تر اوسه هیڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو په روسیې، چین، پاکستان او ایران کې د افغانستان سفارتونه د اسلامي امارت ډیپلوماتانو ته سپارل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن