ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: امریکا دې په افغانستان کې داعش ډلې ته کمپاین نه کوي

مجاهد: امریکا دې په افغانستان کې داعش ډلې ته کمپاین نه کوي

author avatar
25 Mar 2023 - 02:02
مجاهد: امریکا دې په افغانستان کې داعش ډلې ته کمپاین نه کوي
author avatar
25 Mar 2023 - 02:02

اټلانټا (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د داعش ډلې جنګیالیو د شمېر په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې رد کړې دي.

د امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د وري په ۴مه پر ټویټر لیکلي، په افغانستان کې د داعش کسانو د شمېر په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې حقیقت نه لري.

هغه زیاته کړې، داعشيان له پخوا په مراتبو کم او ځپل شوي دي.

مجاهد ویلي: «د امریکایي چارواکو له خوا له دې موضوع سره دلچسپي او د هغوی (غټې ډلې) په ښودلو سره په خپله له داعشي فتنه‌ګرو سره مرسته او هغوی ته کمپاین دی چې باید ودرول شي.»

د یادونې ده، داعش په دې وروستیو کې د بلخ پر والي د ځانمرګي برید چې په ترڅ کې یې هغه ووژل شو، د یو شمېر علماوو، امارتي چارواکو او نورو بریدونو مسوولیت اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال مایکل کوریلا ویلي چې د داعش خراسان ډلې ګواښونه ډير شوي دي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې دغه ډله د پیاوړې کېدو په حال کې ده او امریکا ته یې ګواښونه ډېر شوي دي.

له دې مخکې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ویلي وو چې داعش ډله په افغانستان کې نشته او په خبره یې د دې ډلې غړي له بهره افغانستان ته داخلېږي.

هغه زیاته کړې: «داعش ډله په افغانستان کې حضور نه لري، په افغانستان کې مخالفې ډلې حضور نه لري،که دلته کومه پېښه کېږي دا له بهره (افغانستان ته) واردېږي، دا زموږ او ستاسو لپاره ښه زېری دی چې الحمدلله افغانان په خپل منځ کې کوم مشکل نه لري.»

خو متقي ونه ویل چې له بهره یې هدف کوم هېوادونه دي.

په دې وروستیو کې اسلامي امارت ویلي، په شمال او ځینو نورو سیمو کې ډیری وژل شوي داعشیان د تاجکستان او ازبکستان اوسېدونکي دي.

Visits: 273

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.