ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولوي عبدالکبیر: د ملګرو ملتونو لخوا لګول شوي محدودیتونه د تعامل مخه نیولې ده

مولوي عبدالکبیر: د ملګرو ملتونو لخوا لګول شوي محدودیتونه د تعامل مخه نیولې ده

author avatar
31 Mar 2023 - 01:50
مولوي عبدالکبیر: د ملګرو ملتونو لخوا لګول شوي محدودیتونه د تعامل مخه نیولې ده
author avatar
31 Mar 2023 - 01:50

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۲): د اسلامي امارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، چې د ملګرو ملتونو لخوا د لګول شویو محدودیتونو له امله له نړۍوالو سره ددوی د تعامل مخه نیولې ده.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دغه کتنه کې د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غړو ملا خیرالله خیرخوا او انس حقاني هم شتون درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په دې کتنه کې وويل چې له افغانانو سره به د ملګرو ملتونو بشري مرستې دوام وکړي.

نوموړې همدارنګه د افغانستان د ستونزو د حل لپاره پر خبرو اترو او تفاهم ټینګار وکړ زياته يې کړه، چې ملګري ملتونه به په دې برخه کې هڅې وکړي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له افغانانو سره د ملګرو ملتونو له بشري مرستو له کبله د مننې ترڅنګ وويل چې بشري مرستې بايد په سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړل شي.

نوموړي زياته کړه، چې اسلامي امارت له نړیوالو سره ښه تعامل غواړي، خو ملګري ملتونه باید پر اسلامي امارت او مقاماتو یې محدودیتونه او بندیزونه ختم کړي، ځکه دې کار د تعامل مخه نیولې ده او په دې برخه کې د یوناما هڅې مهمې دي.

سرچينې همدارنګه وويل چې اسلامي امارت ټول شرایط پوره کړي او باید په رسميت وپېژندل شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ډاډ ورکړ، چې افغانستان به د هېچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او نه به چاته د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې اجازه ورکړي.

نوموړي وویل، د افغانستان خاوره به د هيچا پر ضد ونه کارول شي.

اسلامي امارت په ټولګډونه نظام باور لري او غواړي د تخصص پر اساس ټاکنې وکړي.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو پای کې وويل، داعش یو نړیوال ګواښ دی، خو اسلامي امارت یې په افغانستان کې ريښې وچې کړې دي.

یوناما تر اوسه ددې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

 

Visits: 68

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.