جلالي د برېټانیا له شارژدافیر سره په بېلابېلو روغتیایي برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړې
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د برېټانیا سفارت له شارژدافیر سره په لیدنه کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د روږدو او سرطاني ناروغانو درملنې او د مور او ماشوم د روغتیا په برخو کې د ملاتړ او همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

























