منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۰ غ.و
۱۵°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ایران

۷۲۹ راپورونه

راپورونه

د نیمروز امنیه قومانداني: تېره میاشت ایران ته د انسانانو د قاچاق په تور ۳۵۰ کسان نیول شوي

نیمروز کې مسوولین په داسې حال کې په تېره میاشت کې ایران ته د انسانانو د قاچاق په تور د ۳۵۰ کسانو نیول کېدو خبر ورکوي چې یو شمېر هغه کسان چې په ناقانونه لارو دغه هېواد ته تللي، ترخې کیسې لري او وايي چې باید د قاچاقي تګ راتګ مخه ونیول شي.

غړي

د اسلامي امارت یو پلاوی ایران ته ولاړ

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې د مرستیال ملا عبدالحق اخند همکار په مشرۍ یو پلاوی د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.

غړي

جلالي: افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت لپاره مهم ګام دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا لپاره رغنده ګام دی.

غړي

حقاني: ایران دې د هغو مافیايي ډلو مخه ونیسي چې دغه هېواد کې افغانان تښتوي

د افغانستان د سترې محکمې قضايي پلاوي له ایران غوښتي څو د هغو مافیايي ډلو مخه ونیسي چې په دغه هېواد کې یو شمېر افغانان تښتوي او بیا یې د خوشي کېدو په بدل کې د هغوی له کورنیو د پیسوغوښتنه کوي.

غړي

حقاني: ایران دې د افغان بندیانو د لېږد بهیر ژر پیل کړي

د افغانستان د سترې محکمې قضایي پلاوي ویلي چې له ایرانه افغانستان ته د افغان زندانیانو د لېږد بهیر ته بشپړ چمتووالی لري او له هغه هېواده یې غوښتي چې د زندانیانو د هویت له تثبیت وروسته دغه بهیر ژر تر ژره پیل کړي.

غړي

د افغانستان قضايي پلاوی ایران ته ولاړ

د افغانستان د سترې محکمې د اداري مرستیال په مشرۍ یو جګپوړی قضایي پلاوی په ایران کې د افغان زندانیانو د حقونو د تامین او په دغه هېواد کې پر اعدام د محکومو افغانانو په تړاو د خبرو لپاره نن سهار تهران ته ولاړ.

غړي

افغاني او ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

افغان او ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ راکړې ورکړې د ډېرېدو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه د لار نقشې د لاسلیکولو، د ترانزیټي لګښتونو کمولو او له ریل پټلۍ سره د چابهار نښلولو په اړه خبرې کړې دي.

غړي

ا.ا: ایران دې د افغان زندانیانو له وضعیته د خبرېدو په موخه زمینه مساعد کړي

د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې مشر له ایرانه راغلي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، دې ادارې نړۍوالو څارونکو بنسټونو او رسنیو ته د زندانیانو لیدونو لپاره زمینه مساعده کړې او هیله لري څو په ایران کې د افغان زندانیانو له وضعیت څخه ډاډ ترلاسه کړي.

نور راپورونه