له ایرانه څه باندې ۲۷۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۷۷۹ نور افغان کډوال له ایران څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي چې له ډلې یې ۳۱۸ کسان د مرستې ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.






















