ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایران له زندانونو ۱۰۰ افغان بندیان خوشي شول

د ایران له زندانونو ۱۰۰ افغان بندیان خوشي شول

author avatar
11 Jun 2023 - 22:57
د ایران له زندانونو ۱۰۰ افغان بندیان خوشي شول
author avatar
11 Jun 2023 - 22:57

زرنج (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان سرپرست حکومت وایي چې د ایران له زندانونو سل افغان بندیان خوشي او هېواد ته ستانه شول.

د افغانستان د زندانونو عمومي رییس مولوي محمدیوسف چې نیمروز ولایت ته یې سفر کړی وایي، په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د هڅو په پایله کې ۱۰۰ افغان بندیان چې د ایران په څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان وو، خوشي شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې خوشې شوي افغان بندیان په تهران کې د افغانستان سفارت د مرستیال، مفتي محمدعلیم نوراني او له ایرانه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد کمېټې د پلاوي په حضور کې د نیمروز بهرنیو چارو وزارت استازولۍ او د یاد ولایت د بندخونې مدیریت ته وسپارل شول.

د یادونې ده، له دې مخکې هم په تهران کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت په هڅو سلګونه افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

Visits: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.