منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۵ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
موضوع

بادغیس

۱۸۷ راپورونه

راپورونه

د بادغیس اوسېدونکي: د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر دې ژر تر ژره پیل شي

د بادغیس ځیني اوسېدونکي د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر له بند پاتې کېدو شکایت کوي او د دغه بهیر د بیا پیلېدو غوښتونکي دي، خو مسوولین وايي، تخنیکي ستونزه رامنځته شوې او د دې ستونزې په هوارېدو سره به د پېژندپاڼو د وېش بهیر بیا پیل شي.

غړي

بادغیس کې اوومې خصوصي راډیو فعالیت پیل کړ

په بادغیس کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې اوومې خصوصي سیمه‌ییزې راډیو فعالیت پیل کړ. د دغې راډيو مسوول مدير او د امتیاز خاوند محمدنعيم ناظم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د…

غړي

بادغیس کې سږ د تېر کال په پرتله د شري ناروغۍ پېښې درې برابره ډېرې شوې دي

د بادغیس د عامې روغتیا ریاست سرپرست، په دغه ولایت کې سږ د تېر کال په پرتله د شري ناروغۍ پېښو د درې برابره لوړېدو خبر ورکوي او د دغې ناروغۍ د واکسین کمپاین پیل ترڅنګ، له کورنیو غواړي، څو خپل له ۹ میاشتو تر ۵ کلنۍ ماشومان واکسین کړي.

غړي

بادغیس کې کارګر د کار له نشتوالي شکایت کوي

په بادغیس ولایت کې کارګر د کار له نشتوالي شکایت لري او د کاري زمینې برابرولو په برخه کې د مسوولینو د پاملرنې غوښتنه کوي؛ چارواکي د بې‌کارۍ ستونزې په تاییدولو سره وايي، د اسلامي امارت سرپرست حکومت هڅه کوي څو بې‌کاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

غړي

د بادغیس اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له ټيټ کیفیت او د انټرنېټ له لوړې بیې شکایت کوي

د بادغيس يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو پر خدماتو نيوکه کوي، وايي چې د خدماتو د ټيټ کيفيت ترڅنګ د انټرنېټي کڅوړو بيې یې هم ډېره لوړې دي، له حکومته غواړي چې د مخابراتي شرکتونو د خدماتو د لوړو بیو مخه ونیسي.

غړي

بادغیس کې چاودنې درې ماشومانې وژلې دي

د بادغیس امنیه قومانداني وايي، نن سهار د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ په خارستان سیمه کې د ناچاودو توکو چاودنې له امله درې ماشومې نجونې وژل شوې دي. د بادغیس امنیې قوماندانۍ له…

غړي

د بادغیس اوسېدونکي: د کانونو عواید دې د رغنیزو پروژو پر پلې کېدو ولګول شي

د بادغیس ځيني اوسېدونکي په دغه ولایت کې د کانونو استخراج پر پیلېدو خوښ دي او له سرپرست حکومته غواړي چې له دغه مدرکه لاسته راغلي عواید دې د دغه ولایت د اړتیاوو رفع کولو او د رغنیزو پروژو پلې کولو برخو کې ولګول شي.

غړي

بادغیس کې ځوانان د ولور د کمېدو غوښتنه کوي

په بادغیس کې ځيني کوژدن شوي/نامزد ځوانان له لوړ ولور ټاکلو څخه شکایت لري وایي،  د اقتصادي بېوزلۍ له امله یې د ورکړې توان نه لري او کلونه کېږي چې د خپل واده مراسم ترسره کولای نه شي؛ هغوی د ولور د کمولو غوښتنه وکړه.

غړي

د بادغیس خلک د اوبو څاه‌ګانو وچېدو او د ځمکې لاندې اوبو کمښت ته اندېښمن دي

د بادغیس اوسېدونکي د څاه‌ګانو او ځمکې لاندې اوبو د کښته کېدو او وچېدو له امله اندېښمن دي او له مسوولینو غواړي چې په خپلسري ډول د څاه‌ګانو کېندلو او له اوبو څخه د بې کچې استفادې مخه ونیسي.

نور راپورونه