Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بغلان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، تېر یوه کال کې دغه ولایت کې څه باندې ۱۷۰۰ کسان د نريرنځ پر ناروغۍ اخته شوي چې ډېره برخه یې ښځې وې.
د بلخ او بغلان ځايي مسوولین وايي، دغو ولایتونو کې لا هم نږدې ۵۰۰ ښوونځي ودانۍ نهلري او زدهکوونکي یې د ژمي په سړه هوا او د اوړي په ګرمۍ کې تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.
د ټولګټو وزارت وایي، د بغلان – بامیان لویه لار چې د تاله او برفک ولسوالۍ اړوند څو سیمو کې له تېرو دوو ورځو راهیسې د ورښتونو او سېلابونو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه تن ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.
د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې نن د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې په موخه ځانګړی شل بستریز روغتون پرانیستل شو.
د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د بغلان د اوو ولسوالیو اوسېدونکي شکایت کوي چې له پلخمري ښار سره د ولسوالیو نښلوونکې لارې خرابې دي او ان ځيني وخت بېړني ناروغان یې روغتون ته پر لاره خپل ژوند له لاسه ورکوي.
پلخمري (پژواک، ۲۶ کب ۱۴۰۳): د بغلان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۱.۹ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د
ځايي مسوولین وايي چې تېره شپه د پکتیا په مرکز ګردېز او د بغلان د خنجان ولسوالۍ اړوند شمالي سالنګ کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ نور ټپيان شوي دي.
د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې یو شمېر حلبيسازان وایي، د پخوا په پرتله یې کاروبار ښه شوی خو هېواد ته دې د هغو توکو پر وارداتو بندیز ولګول شي چې دوی یې تولیدوي.
د بغلان یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې دې د سلبستریز روغتون جوړولو چارې چې له تېرو شپږو کلونو راهیسې ولاړې دي، بېرته پیل شي.
د بغلان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په خنجان ولسوالۍ کې درې کسان د لس زره کا ټابلېټونو د لېږد په تور نیول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP