بلخ او پروان کې د ترافیکي پېښو له امله اووه کسان مړه او اته نور ټپیان شوي
د بلخ په چهاربولک او د پروان په سالنګ ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اووه کسان مړه او اتنه نور ټپیان شوي دي.
د بلخ په چهاربولک او د پروان په سالنګ ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اووه کسان مړه او اتنه نور ټپیان شوي دي.
د بلخ کرنې ریاست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې د خټکیو حاصلات ۱۵۴ زره مټریک ټنه شوي چې د تېر کال په پرتله کموالی ښیي.
په بلخ ولایت کې د پنبې او نباتي غوړیو دولتي فابریکې له دوو لسیزو وروسته يو ځل بيا فعاليت پيل کړ او په ۲۴ ساعتونو کې شپږ ټنه غوړي تولیدوي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یې اووه کسان له لسګونه کیلوګرامه بېلابېل ډول نشهيي توکو سره نیولي دي.
د بلخ والي محمدیوسف وفا وایي چې اسلامي امارت د اقتصادي پرمختګ په موخه له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد خلاف وکاروي.
د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د نږدې يونيم ميليون ډالرو په لګښت یو سبسټېشن او د برېښنا رسولو یوه شبکه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
بلخ کې د څپلیو او بوټانو د تولیدي فابریکو مسوولین وایي، که له بهره د دوی تولیداتو ته ورته پر واردېدونکو توکو بندیز ونه لګول شي؛ نو د دوی فابریکې به له سقوط سره مخ…
د بلخ کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، سږ کال د دغه ولایت په کچه د انګورو په حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.
د بلخ مسوولین وایي، د دغه ولایت ۲۰۹ الفتح قول اردو انجنيرانو ۲۴۳۲ بېلابېل نظامي وسايط او ۴۷۵ بېلا بېلې تخریب شوې وسلې ترمیم او فعاله کړې دي.
بلخ کې د لمرګلي کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې چې د کروندګرو په وینا، دا مهال په دغه ولایت کې پر سلګونه جریب ځمکه دغه ګلان کرل شوي دي.
د بلخ پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ۵۵۴ مدرسو کې د نجونو په ګډون نږدې سل زره کسان پر دیني زدهکړو بوخت دي.
بلخ کې د شاتو مچۍلرونکي سږ کال د مچیو د تلفاتو ډېرېدو او د شاتو تولید کمېدو ته اندېښمن دي او په دې برخه کې له اړوندو ادارو د ملاتړ غوښتنه کوي.
د بلخ حکومتي مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د دولتي تاسیساتو، مرکزونو او څلورلارو د نومونو بدلولو لپاره کمېټه جوړه شوه او له لارې به یې ځينې څلورلارې د ا.ا د «شهیدانو» په نوم شي.
مسوولین وایي، د بلخ ولایت په کوربهتوب او له فاریاب او بدخشان ولایتونو د نږدې ۵۰ لوبغاړو په ګډون د ویلچر باسکټبال سیالۍ د بلخ الف لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې یې یو کس د مړه شوو څارویو غوښې د پلور په تور نيولى دى.
په افغانستان کې له سياسي تحول وروسته د لومړي ځل لپاره له بلخ ولایت څخه ترکیې هېواد ته الوتنې پیل شوې.
د بلخ امنیتي مسوولین وايي، د یوې ښځې وژلو په تور دوه کسان نيول شوي دي.
بلخ کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له یوه چینایي سیلاني مبایل غلا شوی و خو له دوو ساعتونو وروسته بېرته پیدا او ورسپارل شوی او د غلا په تور یې دوه کسان نيول شوي دي.
امنیتي مسوولین وایي چې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار او یو شمېر ولسوالیو کې ۷۰ میله بېلابېل ډول وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د خواجه ابونصر پارسا تاریخي جومات ځينې برخې د تېرو جګړو پر مهال ويجاړې شوې دي چي حکومت يې بايد ورغوي.
د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رياست وايي، په دغه ولايت کې څه باندې ۱۶ زره ماشومان د سړک غاړه ته او نورو ځایونو کې پر سختو او درنو کارونو بوخت دي.
د بلخ امنيه قومانداني وايي، د دغه ولايت په چاهي ولسوالۍ کې يوه کس ځانوژنه کړې ده.