بلخ کې خلک د وچې مېوې بیو له لوړېدو شکایت کوي
بلخ کې د وچې مېوې پلورونکي وایي چې د تېر کال په پرتله یې کاروبار ښه شوی، خو د دغه ولایت اوسېدونکي بيا د وچې مېوې بیو له لوړېدو شکایت کوي.
بلخ کې د وچې مېوې پلورونکي وایي چې د تېر کال په پرتله یې کاروبار ښه شوی، خو د دغه ولایت اوسېدونکي بيا د وچې مېوې بیو له لوړېدو شکایت کوي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د خبریالانو په نوم څلورلارې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بلخ د پوهنې ریيس وایي، روان کال د دغه ولايت په کچه ۱۵۰۰ ښوونکو ته اړتیا لري خو هڅه کوي چې دا او نورې ستونزې حل کړي.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې یې پر ۲۰ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي او هم یې ۳ کسان د نشهيي توکو د تولید او پلور په تور نیولي دي.
په بلخ کې په تېرو دوو لسیزو کې ۳۳ چاپي رسنیو د فعالیت جوازونه اخېستي، خو دا مهال یوازې دوه يې فعالیت کوي.
د بلخ په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ۵۰ میلیون افغانیو په لګښت له ۱۰۰۰ اړو کورنیو سره د لمریزې برېښنا د سیسټم مرسته وشوه.
بلخ کې د ښځو لپاره جوړ شوي ځانګړي بازار (خدیجهالکبرا) هټۍوالې د دغه بازار پر جوړېدو خوښي څرګندوي خو وایي چې کاروبار یې ښه نه دی.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي او صرافان وایي، د راکړې ورکړې په ورځنیو معاملو کې د زړو بانکنوټونو شتوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي دي او حکومت باید نوي افغاني بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي.
امنيتي مسوولين وايي، په بلخ او پکتيا ولايتونو کې ١٣٠ ميله بېلابېل ډوله وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د پسرلي له پیل سره د زینتي بوټو، مېوهلرونکو او بېمېوو نیالګیو د خرڅلاو بازار ښه شوی دی. د نیالګیو پلورونکي وایي، د پسرلي په راتلو یې دغه…
د بلخ امنیه قومانداني وايي، په تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې یې د ۶۶۰ بېلابېلو جرمونو په تور د ۱۳۳ مېرمنو په ګډون ۱۱۴۳ کسان نیولي دي. د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدآصف…
د بلخ ولایت په زارع ولسوالۍ کې وروستیو سېلابونو سلګونه کورونه او زرګونه جریب کرنیزې ځمکې ویجاړ کړي دي.
بلخ کې د رابعه بلخي په نوم یوې راډيو چې له څه باندې یو کال مخکې يې د برېښنا شارټۍ له امله دفتر او وسایل سوځېدلي وو، نن بېرته خپل فعالیت پيل کړ.
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د کاپیسا باستان شرکت او سوداګرۍ خونې له لوري د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
په بلخ کې د وزلوبې سیالۍ چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې د حاجي مقیمبای د وزلوبې په لوبغالي کې پیل شوې وې، د بغلان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
په بلخ کې د تېرې چهارشنبې په ورځ په ځانګړو عملیاتو کې د اتو وژل شوو کسانو خپلوانو په کابل ښار کې د یوناما دفتر مخې ته د اعتراض په ترڅ کې د عدالت غوښتنه…
د بلخ د والي تر وژل کېدو وروسته د کندهار والي محمد یوسف وفا د چارو سمبالولو لپاره مزار شریف ته استول شوی دی. د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید…
په بلخ ولايت کې د پروني بريد مسوولیت چې په پایله کې یې د دغه ولایت د والي په ګډون درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او څلور نور ټپیان شول، داعش ډلې منلی دی.
د بلخ امنيه قومانداني وايي، نن سهار په يوه ځانمرګي بريد کې د دغه ولایت د والي په ګډون درېيو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.
په بلخ کې د لومړي ځل لپاره له لسو ولایتونو د شاوخوا ۱۲۰ لوبغاړو په ګډون د وزلوبې سیالۍ پیل شوې چې لس ورځې به دوام لري.
په بلخ ولایت کې په تېر یوه کال کې ۷۵ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۵۷ کسان مړه او ۱۰۶ نور ټپیان شوي دي.