مزارشریف (پژواک، ۱۲ وری، ۱۴۰۱): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د پسرلي له پیل سره د زینتي بوټو، مېوهلرونکو او بېمېوو نیالګیو د خرڅلاو بازار ښه شوی دی.
د نیالګیو پلورونکي وایي، د پسرلي په راتلو یې دغه کار ته مخه کړې او د نورو کلونو په پرتله تر ډېره بریده ترې خوښ هم دي.
دوی وایي، هره ورځ د بلخ له مرکز او ولسوالیو خلک ورځي او بېلابېل د ګلانو بوټي، تخمونه او نیالګي ترې پېري.
د بلخ د مرکز مزارشریف ښار د تصدي پله ته څېرمه د نیالګیو پلورونکی عبدالرسول وایي چې د نورو کلونو پر پرتله یې سږ کال د نیالګیو بازار ښه دی او خلک ترې بېلابېل زینتي، مېوهلرونکي او بېمېوو بوټي پېري.
هغه وایي: «سلواغې او کب میاشت کې خلکو نیالګي نه پېرل، سوچ یې کاوه چې سږنۍ یخنۍ به ټول وچ کړي وي، خو دې ورځو کې سر ګرولو ته وخت نه پیدا کوو.»
د همدې سیمې د نیالګیو بل پلورونکی محمد صادق هم وایي چې په دې وروستیو کې یې د کاروبار کچه ډېره شوې.
هغه زیاتوي، هره ورځ له مزاره ګڼ شمېر خلک دوی ته د نیالګیو او تازه ګلانو پېرلو لپاره ورځي.
د نیالګیو پېرلو په موخه راغلي خلک بيا له نورو خلکو هم په خپلو سیمو او مناسبو ځایونو کې د نیالګیو اېښودو غوښتنه کوي.
جمعهالدین غرشین چې د خپل دفتر لپاره یې د ګلانو بوټي او د کور انګړ ته یې نیالګي پېرلي، وایي، هر څوک بايد د خپل چاپېريال د ښکلا او د هوا پاکوالي په موخه بوټي او نيالګي کېنوي.
خو غرشین د نيالګيو له اېښودو د هغو پر پالنې ډېر ټينګار کوي او وايي، که بوټي ونه پالل شي نو ایښودل به یې هیڅ ګټه ونه کړي.
وحید حیدري د ګلانو روزونکی بیا ترجیح ورکوي چې خلک دې د فصلي ګلانو پر ځای هغه نیالګي وپېري، چې دوام یې ډېر وي.
بلخوا د بلخ د کرنې رياست چارواکي وايي، سږ کال په دغه ولايت کې تر سل زره پورې نيالګي په دولتي کچه اېښودل شوي او لړۍ یې لا هم روانه ده.
د بلخ کرنې او مالدارۍ ريیس مولوي شمس الدین ابو خالد وایي، سږ کال د بلخ په مرکز مزارشریف ښار او یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا سل زره مېوهلرونکي او بېمېوې نیالګي اېښودل شوي دي.
هغه له خلکو غواړي چې د نيالګيو اېښودو ترڅنګ دې د هغو پالنې او ساتنې ته هم پوره پاملرنه وکړي؛ ځکه په وینا یې چې هر کال نيالګي اېښودل کېږي خو د نه ساتنې له امله ډېر یې بېرته وچېږي.
د یادونې ده، بلخ کې هر کال د پسرلي په رارسېدو او پیل سره لسګونه زره نیالیګي اېښودل کېږي، خو د نه پالنې له امله ډېر شمېر یې بېرته وچېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










