منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

جوزجان

۲۰۷ راپورونه

راپورونه

جوزجان کې ۱۲۲ ښوونځي لا هم ودانۍ نه ‌لري؛ «د معیاري چاپېریال نشتوالی زده‌کړې او د زده‌کوونکو روغتیا اغېزمنوي»

شبرغان )پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۴): جوزجان کې زرګونه زده‌کوونکي په کرایي کورونو، خېمو او ازاده فضا کې زده‌کړې کوي؛ کارپوهان د ماشومانو د زده‌کړو پر کیفیت او روغتیا د ودانیو نشتوالي د منفي اغېزو په اړه خبرې کوي او د…

جوزجان کې د ۱۲ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې

شبرغان )پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۴): د جوزجان د پوهنې ریاست په دغه ولایت کې د څه باندې پنځه میلیون افغانیو په لګښت د ۱۲ ښوونځیو او د دغه ریاست اړوند دوو اداري خونو د ترمیم چارو له پیلېدو خبر ورکوي.…

جوزجان کې څارویو ته د طاعون ناروغۍ واکسین د تطبیق درېیم پړاو کمپاین پیل شو

د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې کوچنیو څارویو ته د طاعون ناروغۍ د واکسین درېیم پړاو کمپاین پیل شوی چې په ترڅ کې به یې په مرکز او ولسوالیو کې ۸۰ زره دوزه واکسین تطبیق شي.

جوزجان کې یوه راستانه شوي افغان د مسو ویلي کولو کارخونه جوړه کړې ده

له ایرانه یوه راستون شوي افغان چې د جوزجان په شبرغان ښار کې یې د مسو ویلي کولو یوې کارخونې جوړولو له لارې لسو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وايي، که ملاتړ یې وشي، لسګونه نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابرولای شي.

د هغو ښځو کیسې چې له ایرانه تر راستنېدو وروسته یې شبرغان کې نوی ژوند پیل کړی

د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوې ښځې د خیاطۍ کارګاه په جوړولو له ایرانه لسګونه راستنو شوو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده. هغه وايي، د ملاتړ په صورت کې به خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي او ډېر شمېر ښځې به په کار وګوماري.

په لوړ عمر کې د ماشومتوب هیلو ته د رسېدو هڅه؛ شبرغان ښار کې هغه ښځې چې لیک‌لوست زده‌ کوي

د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د سواد زده‌کړو په یوه کوچني ټولګي کې یو شمېر لوړ عمر لرونکي ښځې او ځوانې نجونې په لیک لوست بوختې دي؛ دغه زمینه د یوې داسې ښځې له لوري چې خپله یې هم په ماشومتوب کې زده‌کړې نه دي کړې، برابره شوې ده.

جوزجان کې یوه پلار او زوی د فاضلابو یوې څاه ته لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی

د جوزجان سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په اقچه ولسوالۍ کې یو پلار او دوه زامن یې د فاضلابو یوې څاه ته لوېدلي چې له امله یې پلار او یوه زوی ژوند له لاسه ورکړی او بل زوی یې سخت ټپي شوی دی.

جوزجان کې بزګران د وچکالۍ او حاصلاتو کمېدو په اړه اندېښنه څرګندوي

جوزجان کې یو شمېر بزګران په داسې حال کې له سختې وچکالۍ اندېښنه څرګندوي او له حکومت او مرستندویه بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي چې د کرنې ریاست وايي، وچکالۍ د دغه ولایت ۸۰ سلنه کرنیزو ځمکو ته زیان رسولی دی.

نور راپورونه