منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:51 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

جوزجان کې د غلا او اخلاقي فساد په تور شپږ کسان نیول شوي

· 1 دقیقه لوستل · 334 کتنې · تازه شوی

شبرغان (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۴): د جوزجان امنیه قومانداني وايي، امنیتي ځواکونو د خلکو په همکارۍ د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د غلا او اخلاقي فساد به تور شپږ کسان نیولي دي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، کشفي او امنیتي ځواکونو د خلکو په همکارۍ د یو موټرسایکل، نغدو پیسو او د دوکان د توکو د غلا او د اخلاقي فساد په تور شپږ کسان نیولي دي.

هغه وايي چې یاد کسان د دویمي امنیتي حوزې مسوولینو او د شبرغان ښار د پولیسو د لومړي سمت او امنیتي حوزې مسوولینو له لوري نیول شوي او د څېړنو پر مهال یې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د نوموړي په خبره، له یادو کسانو ترلاسه شوې ۵ زره افغانۍ او د دوکان غلا شوي وسایل د هغو اصلي مالکانو ته وسپارل شول.

رقیبه پویا عزیز