د خوست خلک: پاکستان دې له غلامخان بندره د ناروغانو پر اوښتو محدودیت نه وضع کوي
د خوست خلک او ناروغ لرونکي وايي چې د دغه ولایت د غلامخان بندر له لارې مخکې د ورځې لسګونه کسان پېښور او د پاکستان ځینو ښارونو ته تلل خو اوس دغه شمېر محدود شوی دی.
د خوست خلک او ناروغ لرونکي وايي چې د دغه ولایت د غلامخان بندر له لارې مخکې د ورځې لسګونه کسان پېښور او د پاکستان ځینو ښارونو ته تلل خو اوس دغه شمېر محدود شوی دی.
د خوست شيخ زايد پوهنتون تدريسي روغتون چې تازه يې فعاليت پيل کړی، د ورځې شاوخوا ۵۰۰ ناروغان د درملنې په موخه ورځي.
ځايي اوسېدونکي وايي، د خوست د قلندر ولسوالۍ د جلغوزيو او غوزانو په ځنګله کې د لګېدلي اور د پراخېدو مخه، د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه د ورغلو رضاکاره ځوانانو او د سيمې اوسېدونکو په ګډ اشر کې نيول شوې ده.
په خوست کې يو شمېر کتاب پلورونکي وايي چې د پخوا په پرتله د کتابونو په پېر او پلور کې کموالی راغلی دى.
د خوست ځیني اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په دغه ولايت کې د تاريخي ځایونو او ابداتو ساتنې او مراقبت ته دې ځانګړي کسان وګوماري.
د خوست ملکي روغتون او د ولسواليو د ۴۱ روغتيايي کلينيکونو ډاکټرانو او روغتيايي کارکوونکو، په دغه ولايت کې د روغتيا د ودې او مديريت ادارې يا OHPM دفتر دروازه وتړله.
خوست کې د صبريو او بلخېلو په نوم د دوو قبيلو ترمنځ د غره او دښتې د ملکيت پر سر د څلوېښت کلنې لانجې او شخړې د حل او فصل په موخه اوربند وشو.
په خوست کې د غوښې چرګانو فارم لرونکي او هټۍوال وايي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د چرګانو ٧٠٠ فارمونه تړل شوي دي.
د خوست د ملاريا او لشمانيا مرکز وايي چې په دغه ولايت کې د تېر کال په درېيو ربعو کې د لشمانيا يا کالدانې ۱۷۸۵ پېښې ثبت شوې دي.
د خوست په شيخ زايد پوهنتون کې د دغه پوهنتون د مسوولينو او ځايي حکومتي چارواکو له خوا، د متحده عربي اماراتو د مخکیني ولسمشر شيخ خليفه بن زايد ال نهيان فاتحه واخيستل شوه.
د خوست امنيه قومانداني په دغه ولايت کې د لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکو ترلاسه کولو او ورسره په تړاو د اتو کسانو نیولو خبر ورکوي.
په خوست کې چاودنې یو ۱۲ کلن شپونکی وژلی دی.
د اسلامي امارت د قطر دفتر غړی انس حقاني وايي، په نږدې راتلونکي کې به د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي.
په خوست ولایت کې د «امن اختر» تر نامه لاندې د تېر جمهوري نظام او د اوسني سرپرست حکومت د وژل شويو سرتېرو ماشومانو د کوچني اختر د درېيمې ورځې مراسم په ګډه ونمانځل.
د خوست ښار خياطان وايي، د تېرو اخترونو په پرتله په سږني کوچني اختر کې یې کار وبار ښه شوی، خو خلک بيا وايي چې خياطانو د پخوا په پرتله د جامو جوړولو نرخونه لوړ کړي دي.
د دفاع وزارت د لوی درستيز مرستيال د يوه پلاوي په ملتيا د خوست په سپېره ولسوالۍ کې د وړمې شپې بمبار شوې سيمې ته د سفر پر مهال ويلي چې د حکومت مسوولين له خپلې خاورې په مېړانه دفاع کوي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې پر خاوره يې تېری وکړي.
د افغانستان پر دوو ولایتونو د پاکستانیو جیټ الوتکو د هوایي بریدونو په غبرګون کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په خوست ولایت کې د پاکستان پر ضد پراخه لاریون ترسره شو.…
د خوست او کونړ اوسېدونکي وايي، د پاکستان جیټ الوتکو په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر کورونو او د کونړ په شلتن ولسوالۍ بمبار کړی او خلکو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
خوست ولایت کې سلګونه کسانو د يو لاريون پرمهال په ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول ايران کې د افغان کډوالو شکنجه او ځورونه وغندله او د هغوی دا عمل يې د ټولو نړيوالو قوانينو…
د خوست ولایت د معتادينو روغتون مسوولين وايي، په تېرو اتو مياشتو کې د سلګونه معتادينو درملنه شوې او خپلو کورونو ته يې لېږلي؛ خو زياتوي چې د مخکې په پرتله يې د روغتون امکانات کم شوي دي.
په خوست ولایت کې څه باندې څلورو زره کورنيو ته د خوراکي توکو مرستې د وېش لړۍ پيل شوه. د چین هېواد له خوا د مرسته شوو دغو خوراکي توکو د وېش لړۍ د…
د خوست ښار ځیني اوسيدونکي وايي چې د روژې په راتګ سره په دغه ولايت کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي؛ خو حکومتي مسوولين بيا په دې برخه کې د جدي اقداماتو خبر ورکوي.
په خوست ولایت کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي او يو بل ټپي دی.
امنيتي مسوولين وايي، خوست کې يې د مختلفو جرمونو ترسره کولو په تړاو ۱۲ کسان او ترڅنګ یې يوه اندازه نشه يي توکي نیولي دي.