Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ازبکستان له خوا د شاوخوا شپږ میلیون ډالرو په لګښت د امام بخاري په نوم د یوې لویې دیني مدرسې د جوړولو چارې پيل شوې.
ترکیې هېواد یوه خیریه بنسټ پکتیا کې د ۳۵۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوې دیني مدرسې ته ودانۍ جوړ کړه.
په غزني کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي او یوې دیني مدرسې ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
کابل ښار کې دوهسوه نجونې د «شیخ عبدالقادر جیلاني» له دیني مدرسې فارغې شوې او خپل سندونه یې ترلاسه کړل.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم د يو شمېر ديني مدرسو پر مسوولينو نيوکه وکړه چې ګواکې ځينو کسانو ته يې د لويې دورې جعلي سندونه ورکړي، څو د لوړو زدهکړو له وزارت څخه پرې د ليسانس معادل سند ترلاسه کړي.
د افغانستان پوهنې وزارت وایي، د ترکیې د یوه خیریه بنسټ پر ۱۲۵ زره امریکایي ډالره مرسته په پنځو ولایتونو کې دیني مدرسې جوړېږي.
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن