جلالاباد ښار کې د څه باندې ۱۱ ميليون افغانيو په لګښت يو سړک جوړ شو
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۱۱ اعشاريه ۳۴ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۱۸۵ مترو په اوږدوالي يو سړک جوړ شو.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۱۱ اعشاريه ۳۴ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۱۸۵ مترو په اوږدوالي يو سړک جوړ شو.
د ټولګټو وزارت وايي، د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د کابل – جلال اباد د دویم لین سړک د ویجاړو برخو د بیارغونې کار د ٢٤.٥ میلیونو افغانيو په ارزښت پیل شو.
د هلمند په مرکز کې د شپږ نیم میلیون افغانیو په ارزښت د سړک ترمیم او په تخار کې د څه باندې درې میلیون افغانيو په ارزښت، کانال جوړولو چارې پيل شوې.
د لغمان مسوولین وايي، نن د دغه ولایت د الينګار ولسوالۍ اړوند په ساو، سنګر او کلمان درو کې د ۳۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې.
د لغمان د مرکز مهترلام اړوند د کرنج غرنۍ سیمې خلک وايي، د دوی سیمې ته لا هم د موټر لار نه ده جوړه او خلک تر عمومي سړکه ساعتونه پلی مزل کوي او له ستونزو سره مخ دي.
د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال سازمان (ډبلیواېفپي) په لګښت، ۱۰ کیلومتره خام سړک جوړ شو چې د ولسوالۍ مرکز یې د اږوک درې له اپراشتال کلي سره ونښلوه.
خوست ښار کې د نږدې ۱۴ ميليونه افغانيو په لګښت، د يوه سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
د ټولګټو چارو وزارت وايي، د سالنګ لویې لارې د ۳۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار پیل شو او د يوه کال په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د زابل په مرکز کلات ښار کې لس کیلومتره سړک تر اساسي جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رياست او پلعلم ښاروالۍ له خوا په ګډه د پلعلم ښار له «هونيسفلی» تر «بابوس» سیمې د دوه کیلومتر سړک جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ترافيکې ګڼېګوڼې کمولو په موخه د ۱۷ کیلومتره په اوږدوالي نوی ۴۰ متره سړک جوړېږي.
د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د څلور ميليونه افغانيو په لګښت د ۱۷ کيلو متره په اوږدوالي يو نوی کليوالي سړک جوړ شو. د دغه سړک کارونه شپږ مياشتې وړاندې پيل شوي وو…
د لوګر ولایت سیمهییز چارواکي وایي، د پل علم - خروار ولسوالۍ ترمنځ د ۱۹ کیلومټره سړک د بیارغولو چارې پيل شوې.
د لوګر سیمهییز مسوولین وایي چې د پلعلم ښاروالۍ له لوري په «هونې سفلی» سیمه کې «کار د غنمو بدل کې» پروګرام له لارې د ۱۲ کیلومتر سړک د بيارغولو چارې پيل شوې.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت له مرکزه ازرې ولسوالۍ ته غځېدلی سړک د «کار د غنمو په بدل کې» پروګرام له لارې ترمیمېږي.
د فاریاب ولایت سیمهییز مسوولان په قیصار ولسوالۍ کې د ۱۸ کیلومتره سړک د جغل اچونې او ترمیم چارې د پيلېدو خبر ورکوي، زیاتوي چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د ۸۰ کلیو د مواصلاتي لارو ستونزې هوارې شي.
د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د ګڼېګوڼي مخنيوي په موخه د ټولګټو چارو رياست له لوري د شپږنيم ميليون افغانيو په لګښت نوی سړک جوړ شو.
د دایکنډي ولایت د کیتي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، شاوخوا ۱۷ کیلومتره سړک چې د پنځو ولسوالیو لارې سره نښلوي، دوی په خپل شخصي لګښت جوړ کړی دی.
د ننګرهار د ټولګټو چارو رياست وايي، د دغه ولايت د لعلپورې ولسوالۍ اړوند د يوې لرې پرتې سيمې د سړک جوړولو چارې يې پيل کړي دي.
د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د مزارشریف ــ سرپل لاره له کلونو راهیسې ویجاړه شوې چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.
د کابل ښاروالۍ له لوري د بګرامیو نساجي سړک پاتې چارې پیل شوې.
د نورستان په وانټ وایګل ولسوالي کې ۱۰ کیلومتره خام سړک د خوراکي توکو په بدل کې جوړېږي چې د سیمې سلګونه اوسېدونکي په کې په کار بوخت دي.
د لغمان چارواکي وایي چې د دغه ولايت په بادپښ ولسوالۍ کې د ۱۲ کیلومتره سړک جوړېدو چارې پيل شوې.
د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د بار وړونکو موټرو لپاره د ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت نوی سړک جوړېږي. چارواکي وايي چې دغه کار په…