پل علم (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د لوګر سیمهییز مسوولین وایي چې د پلعلم ښاروالۍ له لوري په «هونې سفلی» سیمه کې «کار د غنمو بدل کې» پروګرام له لارې د ۱۲ کیلومتر سړک د بيارغولو چارې پيل شوې.

د دې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر والي مولوي عنایتالله شجاع وویل چې دا سړک د خلکو په غوښتنه د پلعلم ښار په هونې سفلی سیمه بيارغول کېږي.

شجاع زیاته کړه، حکومت هڅه کوي چې دې ته ورته نورې پروژې هم د لوګر په مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو کې پلې کړي.

هغه زياتوي چې د دې پروژې له لارې به سلګونو کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ياد سړک پر بيارغونې پنځه ميليونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د درېيو مياشتو په موده کې بشپړې شي.

دغه راز د هونې سفلی سیمې یوه اوسېدونکي عبدالستار هم خوښي وښوده چې د يادې پروژې له پيل سره به يو شمېر کسانو ته د کار کولو زمينه برابره شي.

هغه د لوګر پر ښاروالۍ غږ وکړ چې د یاد سړک، کانالونه، پلچکونه او فرعي سړکونه هم په بیارغونه کې شامل کړي.

د يادونې ده، تېره اونۍ هم د پل علم- ازرې ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي ۴۷ کیلومتر سړک بیارغولو چارې پيل شوې.