منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۵ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

طالبان

۲۵۸ راپورونه

راپورونه

غړي

ویسټ: واشنګټن اوس له کابل سره د باور جوړولو پر لور روان دی

افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي، امریکا له افغان سرپرست حکومت سره د باور جوړولو په حال کې ده؛ خو ټینګار یې کړی، واشنګټن به اجازه ورنه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو پر خوندي ځالې بدل شي.

غړي

مجاهد د نویو بندیزونو په غبرګون کې: امریکا د نورو اهدافو لپاره پلمې لټوي

د افغانستان سرپرست حکومت وایي، امریکا د ښځو د زده‌کړو ځنډ په پلمه د اسلامي امارت د مشرانو پر سفرونو د بندیز اعلان د افغانستان له ملت سره د خواخوږۍ له مخې نه کوي، بلکې د نورو اهدافو لپاره ورته پلمې لټوي.

غړي

اروپايي ټولنه: د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل غوره بولو، خو په رسمیت یې نه پېژنو

افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلسون وایي، دوی له سرپرست حکومت سره تعامل غوره بولي، خو حکومت یې په رسمیت نه پېژني او غواړي چې دغه حکومت ځیني شرطونه پوره کړي.

غړي

امریکا: افغانستان کې د نظامي ښکېلتیا اراده نه لرو، ډیپلوماتیکي او سیاسي لاره مو غوره کړې

د افغانستان  لپاره د امریکا سفارت شارژدافیره کرن ډېکر وایي، هېواد یې یو ځل بیا په افغانستان کې د نظامي ښکېلتیا اراده نه لري، غواړي د افغانستان سرپرست حکومت د ډیپلوماتیکو او سیاسي اړیکو له لارې وهڅوي چې بشري حقونو ته درناوی ولري.

غړي

د یوناما سرپرست: د افغان حکومت مشرانو ویلي چې د نجونو پر ثانوي زده‌کړو بندیز د امارت مشرتابه لګولی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارکس پوټزل وایي، د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو ورته ویلي چې د نجونو پر ثانوي زده‌کړو بندیز د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده لګولی دی. نوموړي…

امریکا: د افغانستان سرپرست حکومت نړۍوالې ټولنې او افغانانو سره کړې ژمنې عملي کړې نه دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي، د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې او افغانانو سره کړې ژمنې عملي کړې نه دي. بلینکن دغه څرګندونې د زمري په ۶مه، په واشنګټن کې…

غړي

یوناما: افغان حکومت دې د نجونو ښوونځيو پرانیستل کېدل او د ښځو بنسټیزو حقونو ته درناوی ډاډمن کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) پر حکومتي مشرانو غږ کړی چې د نجونو پر مخ د منځنيو ښوونځيو پرانيستل کېدل او د ښځو بنسټیزو حقونو ته درناوی ډاډمن کړي. په کابل کې…

نور راپورونه