منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۰ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د یوناما سرپرست: د افغان حکومت مشرانو ویلي چې د نجونو پر ثانوي زده‌کړو بندیز د امارت مشرتابه لګولی

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۲ کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارکس پوټزل وایي، د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو ورته ویلي چې د نجونو پر ثانوي زده‌کړو بندیز د اسلامي امارت مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده لګولی دی.

نوموړي دا څرګندونې د تلې په پنځمه د افغانستان په وخت تر ماښام وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه ځانګړې غونډې ته وکړې چې د افغانستان د وضعیت په اړه جوړه شوې وه.

هغه د افغانستان پر وروستیو حالاتو او په ځانګړې توګه د نجونو پر زده‌کړو، بشري او ښځو حقونو، اقتصادي او امنیتي وضعيت خبرې وکړې.

پوټزل د نجونو د زده‌کړو په اړه وویل : «د طالبانو له واکمنانو سره زموږ د بحثونو په ترڅ کې هغوی وویل چې دا پرېکړه [تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل] د دوی د مشر  مولوي هبت‌الله اخندزاده له لوري شوې او تر اوسه روانه ده.»

د نوموړي په وینا، د دغې ډلې ځیني نور غړي چې له یادې پرېکړې سره مخالفت هم لري، «یا نشي کولای او یا یې نه غواړي چې دا بدله کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال، د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وویل چې زده‌کړه پر نر او ښځه فرض ده او د ټولو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه یې وکړه.

خو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر محمدخالد حنفي بیا وویل چې دنیوي علم مباح او د امیر امر منل بیا واجب دي.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍوالې ټولنې په وار وار د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو ښوونځي دې پرانیزي. ځینو هېوادونو خو دا خبره هم کړې چې دا مسئله دې له افغانستان سره له مرستو سره وتړل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارکس پوټزل وویل چې د افغانستان د سرپرست حکومت دا پرېکړه د دې ښکارندوی کوي چې دوی غواړي د نړۍوالو له لوري د منزوي کېدو خطر ومني.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه