ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: د افغانستان سرپرست حکومت نړۍوالې ټولنې او افغانانو سره کړې ژمنې عملي کړې نه دي

امریکا: د افغانستان سرپرست حکومت نړۍوالې ټولنې او افغانانو سره کړې ژمنې عملي کړې نه دي

author avatar
29 Jul 2022 - 04:06
امریکا: د افغانستان سرپرست حکومت نړۍوالې ټولنې او افغانانو سره کړې ژمنې عملي کړې نه دي
author avatar
29 Jul 2022 - 04:06

اټلانټا (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۱): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي، د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوالې ټولنې او افغانانو سره کړې ژمنې عملي کړې نه دي.

بلینکن دغه څرګندونې د زمري په ۶مه، په واشنګټن کې د افغان ښځو د حقونو په اړه د «افغانستان، امریکا مشورتي مېکانیزم» په نامه د یوې نوې ادارې د پرانیستلو پرمهال کړې دي.

دا غونډه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د اتلانتیک شورا، د ښځو، سولې او امنیت په برخو کې د جورج ټاون انسټیټوت او سیسترهوډ اس ګلوبل انسټیټوت له لورې بلل شوې وه.

بلینکن د یاد میکانیزم د پرانیستلو په غونډه کې په خپلو خبرو کې د بشري حقونو د راپور پر اساس وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت په سیستماتیک ډول د ښځو د ازاد تګ راتګ او نور حقونه محدود کړي دي.

هغه همدغه راز د افغان نجونو د تعلیم په اړه وویل: «دا سخته ده چې نجونې دې په کورونو کې ناستې وي، خو د نجونو وروڼه او د کاکا/ماما زامن دې تعلیم وکړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: «طالبانو پر خپلو هغو ژمنو عمل نه دی کړی چې له نړۍوالې ټولنې او افغانانو سره کړې وې.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پخوا ویلي و چې د دوحې تړون ته ژمن دي او له خپل اړخه یې ټولې ژمنې عملي کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د یاد میکانیزم په اړه په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «ما د افغانستان لپاره د ښځو، نجونو او بشر حقونو په چارو کې د امریکا له ځانګړې استازې رینا امیري سره د امریکا-افغانستان مشورتي میکانیزم پرانیست. دا میکانیزم به امریکايي چارواکي نور هم په اغېزناک ډول له افغان ښځو او مدني ټولنو سره [په چارو کې] دخیل کوي چې د افغانستان لپاره زموږ د ګډ هدف ملاتړ وشي، هغه افغانستان چې باید خلک یې د اینده په اړه تصمیم ونیسي.»

هغه یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې نجونو ته د ثانوي زده‌کړو اجازه ورکړي.

Visits: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.