منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۶ غ.م
۵°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

غزني

۸۵۷ راپورونه

راپورونه

د غزني سلمانان: کارونه مو په ټپه درېدلي دي

د غزني سلمانان شکایت کوي، له هغه وروسته چې امربالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست پرې د خلکو ږیرې خرېیلو او سټایلي وېښتانو جوړولو بندیز لګولی، کارونه یې په ټپه درېدلي دي.

غړي

غزني کې ګڼو نجونو په کورونو کې زده‌کړو ته مخه کړې ده

په غزني کې په داسې حال کې ګڼو نجونو په کورونو کې زده‌کړو ته مخه کړې چې د «اسلامي امارت» په راتلو له تېرو شاوخوا لسو میاشتو راهیسې په ځینو ولایتونو کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د غزني د جغتو ولسوالۍ خلک په لس میلیونه افغانیو شخصي لګښت یو ښوونځي ته ودانۍ جوړوي

غزني ( پژواک ۶  غبرګولی ۱۴۰۱ ) د غزني ولايت د جغتو ولسوالۍ د عامو خلکو لخوا د لس میلیونه افغانیو په شخصي لګښت د يوه نوي ښوونځي د بنسټ ډبره كېښودل شوه. ترګان مېشتي وايي، چې دغه ښوونځی په…

غړي

غزني کې د کانونو او صنایعو خونه پرانيستل شوه

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې په چوکاټ کې د غزني د صنایعو او کانونو خونه پرانيستل شوه. په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د غزني ولایتي خونې رییس حاجي عبدالرحمن احمدي د سوداګرۍ له وزارت او ولایتي چارواکو وغوښتل چې د غزني لپاره دې په بېړنۍ توګه د صنعتي پارک د ځمکو وېش پیل کړي.

غړي

د غزني چارواکي: سلګونه ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غېر خوراکي توکي مو ترلاسه کړي

د غزني امنیې قوماندانۍ او ښاروالۍ په دغه ولایت کې له ۱۱ کانټینرونو او ۵ ګودامونو څخه سلګونه ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته خوراکي او غېر خوراکي توکي تر لاسه کړي او په تړاو یې ۸ کسان نیولي دي.

نور راپورونه