ژبه

غزني کې یوه کس خپل خسر وژلی او خواښې یې ټپي کړې ده

غزني (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۱): په غزني ښار کې یوه کس خپل خسر په ډزو وژلی او خواښې یې ټپي کړې ده.

پېښه تېره شپه د غزني ښار په قلعه شهدا سیمه کې شوې ده.

د غزني د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړه: «د غزني ښار په قعله شهدا سیمه کې یوه کس د کورنیو ستونزو له امله خپل خسر په ډزو وژلی او خپله خواښې یې ټپي کړې ده.»

د قوماندانۍ دغه سرچینه وايي چې د پېښې په تړاو درې کسان نیول شوي او پلټنې ورڅخه پیل شوې دي.

ورته موضوع