Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د سرحدي پولیسو لوی ریاست وايي، امنیتي ځواکونو د هرات په اسلامکلا بندر کې ايران ته د څلوېښت کیلوګرامه نشهيي توکو (شیشې) د قاچاق مخه نیولې ده.
ستره محکمه وایي، بلخ ولایت کې دوو کسانو ته د نشهیي توکو د قاچاق په جرم تعزیري سزا ورکړل شوه.
د سرحدي پولیسو ریاست وایي، د روان لمریز کال په اوږدو کې یې د ۳۵۱ کیلوګرامه ګرانبیه ډبرو او نږدې څلور کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
لوګر ولایت امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت کشفي او امنیتي ځواکونو په مرکز پلعلم کې دوه کسان د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي دي.
نیمروز کې مسوولین په داسې حال کې په تېره میاشت کې ایران ته د انسانانو د قاچاق په تور د ۳۵۰ کسانو نیول کېدو خبر ورکوي چې یو شمېر هغه کسان چې په ناقانونه لارو دغه هېواد ته تللي، ترخې کیسې لري او وايي چې باید د قاچاقي تګ راتګ مخه ونیول شي.
د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې یې د ۱۵۰ جوړو چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده.
د نیمروز امنیتي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د نشې د څه باندې ۸۰۰ زره ټابلېټونو د قاچاق مخه نیول شوې او په تړاو یې درې کسان نیول شوي هم دي.
د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په تورخم ښارګوټي کې د کمیسارۍ مسوولینو د سلګونو لرغونو سیکو د قاچاق مخه نیولې ده.
امنيتي چارواکي وايي چې په کابل ښار کې د نشهيي توکو د پلور، قاچاق او کارولو په تور ۱۳ کسان نیول شوي، دغه راز هرات کې یو کس د قتل په تور نیول شوی دی.
د هرات امنیتي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې ایران ته د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د هند پولیسو اعلان کړی چې د ۵۶۰ ګرام کوکایین او هیرویینو د قاچاق په تور یې دوه افغانان نیولي دي.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې يې پاکستان ته د ۲۱۴ پسونو د قاچاق مخه نيولې او په تړاو یې دوه کسان هم نيول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP