لوګر کې ورزشي مسوولین وایي، د والیبال «اختریز جام» سیالۍ چې د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.
لوګر کې د هېواد د اتو ولایتونو د سلګونه کوچیانو په ګډون په یوه ولسي غونډه کې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو لپاره د خلکو د عامه پوهاوي کچې پر لوړولو او ځوانانو ته د زدهکړو زمینې پر برابرولو ټینګار وشو.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د جاپان په مالي ملاتړ د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار پنځو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې او نن رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري له دغه ریاست سره د ۷۷ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د تدریسي توکو مرسته وشوه.
د لوګر ولایت د لوړو زدهکړو موسسې مسوولین وایي چې نن د دغه ولایت د ښوونځیو له ۲۵۰۰ فارغینو د کانکور ازموینې اخیستو لړۍ پيل شوه.
د لوګر کرکټ امریت مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د «سولې جام» په نوم د کرکټ شل اووریزې سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې د احمداباد کرکټ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او محمداغه ولسوالۍ کې څلور جلا ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې درېیو تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د لوګر امنیه قومانداني وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې اته ټنه نشهيي توکي نیولي وو چې نن وسوځول شول.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د ځوانانو د ستونزو او لاستهراوړنو په تړاو جوړه شوې غونډه کې د دغه ولایت یو شمېر ځوانانو له حکومته وغوښتل چې د زدهکړو ترڅنګ ورته کاري فرصتونه هم برابر کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د لوګر د خروار بند د حفظ او مراقبت پروژې د لومړي فاز چارې بشپړې او د دویم فاز چارې یې د څه باندې ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د لوګر کرکټ امریت مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ولایت په کچه د لس لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ د «سفېدسنګ» کرکټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د لوګر د پوهنې ریاست وايي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (UNHCR) له لوري د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار د کډوالو ښارګوټي یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.