منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۳ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

مرستو

۱۰۸ راپورونه

راپورونه

غړي

کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر د مرستو له کڅوړو سره د هرات زنده‌جان ولسوالۍ ته تللی

په کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر په هرات کې د دغه هېواد له میشت سرقنسول سره په ګډه د دغه ولایت له زلزله‌ځپلو سیمو لیدنه وکړه او سلګونو زیانمنو شوو کورنیو ته یې د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وېشلې دي.

غړي

د کډوالو وزارت: د هغو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې لپاره چې له پاکستانه اېستل کېږي، مرستو ته اړتیا لرو

د کډوالو چارو وزارت یوه چارواکي، د پاکستان له خوا د افغان کډوالو په زور ایستل د نړۍوالو قوانینو خلاف بولي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ غوښته کوي چې د بېرته راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې په موخه له افغانستان سره مرسته وکړي.

غړي

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې معارف سره له قید او شرط پرته مرستو پر دوام ټینګار وکړ

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د پوهنې وزارت له سرپرست سره د افغانستان د تعلیمي وضعیت په اړه مفصلې خبرې کړې او له پوهنې برخې سره یې د خپلو بې قید او شرط مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

کابل کې ځيني بې‌وزلي د مرستو وېش لړۍ کې د روڼتیا له نشتوالي شکایت لري

په کابل کې ځيني بې‌وزلي خلک د مرستو وېش په لړۍ کې د روڼتیا له نشتوالي شکایت لري او وایي، دغه مرستې تر ډېره غېرمستحقو ته ورکول کېږي؛ خو مسوولین د دې ستونزې هواري لپاره د کار په بدل کې د مرستو پر وېش ټينګار کوي.

غړي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال: له افغانستان سره د مرستو بندولو اراده نه لرو

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د افغانستان د کډوالو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، پر دغه هېواد د مرستو بندولو اراده نه لري او سږ کال د بشري مرستو برخې ته تر ټولو ډېره بودجه په پام کې نیول شوې ده.

غور کې اړې کورنۍ د ژمنیو مرستو غوښتنه کوي

په غور ولایت کې ځینې بې‌وزله او بې‌ځایه شوې کورنۍ د موسسو او دولت له خوا ورسره د ژمنیو مرستو له نه کولو شکایت لري او وايي، له میاشتو راهیسې یې هیڅ ډول مرستې ترلاسه کړې نه دي.

نور راپورونه