ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې اړې کورنۍ د ژمنیو مرستو غوښتنه کوي

غور کې اړې کورنۍ د ژمنیو مرستو غوښتنه کوي

author avatar
3 Jan 2023 - 18:51
غور کې اړې کورنۍ د ژمنیو مرستو غوښتنه کوي
author avatar
3 Jan 2023 - 18:51

فېروزکوه (پژواک، ۱۳ مرغومى ۱۴۰۱): په غور ولایت کې ځینې بې‌وزله او بې‌ځایه شوې کورنۍ د موسسو او دولت له خوا ورسره د ژمنیو مرستو له نه کولو شکایت لري او وايي، له میاشتو راهیسې یې هیڅ ډول مرستې ترلاسه کړې نه دي.

۳۶ کلنه خرامان چې د شپږ اولادونو مور ده، د فېروزکوه ښار په یوه څنډه کې په کرایي کور کې ژوند کوي. هغه وايي، د بی‌وزلۍ له امله په سختو شرایطو کې ده او له خلکو او هوټلونو څخه په سوال د خوړو پر راټولولو ژوند تېروي.

نوموړې پژواک اژانس ته وویل: «د ورځې له خوا پر هوټلونو ګرځم او ډوډۍ ټولوم، ماشومان مې سهار وختي د کارتنونو ټولولو لپاره استوم چې اور بل کړو، زموږ کور سوړ دی، وږي او تږي ناست یو. په کرایي کور کې ژوند کوم، د کور کرایه هم راباندې پاتې ده، پوروړې یم، هیچا سروې نه ده کړې او هیڅ مرسته راسره نه ده شوې.»

دغه‌راز، په غور کې ځینې بې‌ځایه شوې کورنۍ د مرستندیو بنسټونو پر نه پاملرنې نيوکه کوي او وايي چې د سړې هوا، د سون‌توکو او مناسبو خوړو نشتوالي له امله د دوى ډېر ماشومان پر بېلابېلو ناروغيو اخته شوي دي.

د دولینه ولسوالۍ یوه بې‌ځایه شوي حبیب‌الله پژواک ته وویل: «د بې‌وزلۍ له امله ۲۰- ۲۵ ورځې کېږي چې ښار ته راغلي یو، ناروغ یم، اته کسیزه کورنۍ لرم، هر څومره عریضې مې چې وکړې خو چا ورته پاملرنه ونکړه، تر اوسه د ګاونډیانو په مرسته مې شپې او ورځې تېرې کړې، هوا سړه ده، سون‌توکي نه لرو، ماشومان مو ناروغان شوي دي.»

له بلې خوا، یو شمېر نورې دا کورنۍ وايي چې له میاشتو راهیسې ورسره د مرستندویه بنسټونو او حکومت له خوا هیڅ ډول مرسته نه ده شوې او د ژمي په دې سړه هوا کې د خپلو ماشومانو له لاسه ورکولو ته اندېښمن دي.

محمدیاسین چې له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې د غور ولایت د کډوالو ښارګوټي په یوه کرایي کور کې ژوند کوي، له حکومته غواړي چې موسسو ته د کار شرایط برابر کړي څو دغه بنسټونه خپلې بشردوستانه مرستې دوی ته ورسوي.

هغه زیاتوي: «اووه کسیزه کورنۍ لرم، خپله یو ناتوان سړی یم، په کرایي کور کې ژوند کوم، نه کومې موسسې او نه هم دولت راسره مرسته کړې، دغه موسسې دې مرسته وکړي، دولت دې مرسته وکړي، که نه ماشومان مو ټول ناروغان دي او ژوند له لاسه ورکوي، موږ ته دې سون‌توکي راکړي، ډوډۍ دې راکړي، ډالر خو موږ ته نه رسېږي.»

په ورته وخت کې، د غور ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ښار او ولسوالیو کې د بشردوستانه موسسو له خوا د مرستو وېش لړی روانه ده او هڅه کوي چې ټولو اړو کورنیو ته د موسسو مرستې ورسوي.

په غور کې بې‌وزله او اړې کورنۍ په داسې حال کې له دولت او موسسو څخه د عاجلو مرستو غوښتونکي دي چې په دې وروستیو کې ځینو مرستندویه موسسو پر ښځینه کارکوونکو د کار بندولو له امله، خپل فعالیتونه درولي دي.

Visits: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.